ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى شوى

کابل کې د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى شوى

author avatar
28 Nov 2015 - 19:27
کابل کې د يوه ځانمرګي بريد مخنيوى شوى
author avatar
28 Nov 2015 - 19:27

کابل (پژواک ٧ لړم ٩٤): د ملي امنيت عمومي رياست وايي، په کابل ښار کې يې درې کسان د ځانمرګي د تر سره کولو په تور نيولي دي.

د ملي امنيت رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه ډله کسان د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د کابل ښار په اړونده سيمه کې له پېژندنې وروسته نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، له يادې ډلې يې دوه کسان د ځانمرګي لارښوونکي او يو بل يې ځانمرګى دى، چې ټول يې په حقاني شبکې پورې تړلي کسان دي.

سرچينې زياته کړې، له دوى څخه له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر هم ترلاسه شوى دى.

سرچينې ويلي، نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو څېړنو کې اعتراف کړى، چې د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سيمه کې يې د ځانمرګي بريد د تر سره کولو هوډ درلود.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل ښار د اتمې حوزې اړونده د کارته نو په لومړي سرک کې د کابل ولايت د ټاکنو کميسيون د سيمه ييز دفتر پر مسوول ځانمرګى بريد وشو، چې د هغه موټر چلوونکى په کې وژل شوى او د يوې مېرمنې په ګډون دوه نور کسان په کې ټپيان شوي دي.

 

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.