ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې يو ښوونکی وژل شوی

اروزګان کې يو ښوونکی وژل شوی

author avatar
29 Nov 2015 - 13:43
اروزګان کې يو ښوونکی وژل شوی
author avatar
29 Nov 2015 - 13:43

ترينکوټ (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو په اروزګان ولايت کې د يوه ښوونکي او د هغه د زوى په ګډون درې کسان وژلي دي.

د دغه ولايت د خاص اروزګان ولسوال ملک عبدالکريم د ليندۍ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو لومړى ياد کسان له کوره ايستلي او بيا يې وروسته پر ډزو وژلي وو.

ولسوال  وايي چې دغه کسان له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر پژواک ته وويل چې تېره شپه په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د دوی يو ښوونکى له کوره ايستلى او بيا يې وژلی دی.

د هغه په وينا، ياد کس د خاص اروزګان ولسوالۍ د شاه زمان په لېسه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، وړمه شپه وسله والو د دې ولسوالۍ پخوانى ولسوال هم له کوره تر ايستلو وروسته اعدام کړى و. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.