کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په شل اووريزه نړيواله لوبه کې د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د ليندۍ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لوبه چې نن د متحده عربي اماراتو په ابو ظهبۍ ښار کې ترسره شوه، پچه يې عمان وګټله او لومړى يې توپ اچونه وکړه.
هغه زياته کړه چې د افغانستان ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې جوړې کړې او عمان ته يې د ١٦٠ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري عثمان غني ۶۹ په زړه پورې منډې جوړې کړې.
هوتک وايي چې د عمان لوبډلې ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د لوبې په ۱۹ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۲ منډې جوړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبايلله.
د افغان توپ اچوونکو له لوري سيد شېرزاد ۳، روښان بارکزي ۲ او سميع الله شینواري هم ۲ لوبغاړي وسوځول.
د يادونې ده، پرون د هانګ کانګ لوبډلې له افغانستانه د کرکټ شل اووريزه نړيواله لوبه ګټلې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن