ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دريو ولايتونو لپاره د برېښنا سب سټېشن جوړ شو

د دريو ولايتونو لپاره د برېښنا سب سټېشن جوړ شو

author avatar
29 Nov 2015 - 11:18
د دريو ولايتونو لپاره د برېښنا سب سټېشن جوړ شو
author avatar
29 Nov 2015 - 11:18

چاريکار (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د برېښنا د يو سب سټېشن چارې د هند په ۶،۷ ميليون امريکايي ډالرو مرسته بشپړې شوې او ډېر ژر به يې له لارې د پروان مرکز ته برېښنا ورکړل شي.

دا څرګندونې د پروان سکتوري رييس محمدطاهر همت نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل چې د دغه  سب سټېشن د جوړولو چارې هم يو هندي شرکت (RGM) مخ ته وړې دي.

د ده په وينا، په پام کې ده چې له دې لارې د ازبکستان ١٦ مېګاواټه برېښنا د پروان د مرکز اړوند، ١٦ مېګاواټه د پنجشېر د مرکز اړوند او ٢٠ مېګاواټه د کاپيسا د مرکز اړوند سيمو ته ورکړل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پروان په مرکز کې د برېښنا ستنې درول شوې، لينونه يې هم غځول شوي او ډېر ژر به د برېښنا شرکت د دغه ولايت د مرکز اړوند له برېښنا پاتې ٦٠ سلنه  سيمو ته برېښنا ورکړي.

دى وايي چې د دغه ولايت د مرکز ٤٠ سلنه سيمې له پخوا برېښنا لري.

په پروان او کاپيسا کې د برېښنا شرکت مسوول غلام حيدر صديقي وايي، په شاوخوا يوه مياشت کې به د پروان د مرکز اړوند سيمو ته برېښنا ورکړل شي.

د ده په وينا، دا مهال نوې شبکه تر چک لاندې ده.

د پروان په مرکز کې د هوفيان شريف سيمې اوسېدونکى عبدالله د دې پروژې د کار بشپړېدو ته خوښ دى.

هغه وايي: "د برېښنا لپاره مو ډېر انتظار و ايست، اوس يې ټولې چارې بشپړې دي، خداى دې وکړي چې ژر برېښنا راپرېږدي. ډېرې ستونزې به مو ورسره له منځه ولاړې شي."

د پروان سکتوري رييس وايي، د کاپيسا په" حصه اول" ولسوالۍ کې د برېښنا د بل سب سټېشن د جوړولو چارې روانې دي او ټاکل شوې چې په بشپړېدو سره يې د جبل السراج له سب سټېشن څخه د حصه اول سب سټېشن او له هغه ځايه د پنجشېر او کاپيسا ولايتونو د مرکزونو اړوند ټولو سيمو ته برېښنا ورکړل شي.

دى وايي چې د حصه اول د سب سټېشن ٥٠ سلنه چارې پر مخ تللې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.