ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما شوې

د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما شوې

author avatar
29 Nov 2015 - 18:04
د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما شوې
author avatar
29 Nov 2015 - 18:04

کابل ( پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤ ) : د ملي تدارکاتو کمېسیون د دوه ميلیارده او اووه سوه ميلیونه افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه منظور کړل.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، راغلي چې ياد کمېسيون دولسمشر محمداشرف غني په مشري تېر ماښام په ارګ کې  ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو د ۲۵ قراردادونو په هکله بحث او پرېکړه وشوه. منظور شوي زیات قراردادونه د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو وو، چې د کورنیو چارو وزارت په قراردادونو کې ۸۷ ميلیونه افغانۍ سپما هم وشوه.

ديادونې ده چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۳۱ اوونیزو غونډو کې د ۶۹ ميلیارده افغانیو په ارزښت  ۴۴۰ قراردادونه منظور  شوي او په دې قراردادونو کې له ۹ ميلیارده افغانیو څخه زیاته سپما شوې ده.

د غونډې په پیل کې د حج پروسې د لګښتونو په هکله بحث وشو. د حج او اوقافو وزارت او  اریانا شرکت مسوولینو د ملي تدارکاتو کمېسیون ته د حج پروسې د لګښتونو په هکله خپل تفصیلي راپور وړاندې کړ.

وروسته ولسمشر غني یو ځل بیا د حج پروسې مدیریت او انسجام بریالی وباله او د حج او اوقافو وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې په راتلونکي کې د دغې مقدسې فریضې د لا ښه اداکولو په خاطر  دې  هڅې وکړي او افغان حاجیانواو زیارت کوونکو ته دې په کمپونو او ترمینل کې په کم لګښت ښه امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش همدارنګه ټینګار وکړ، چې په راتلونکي کې  دې د چارو لا ښه والي ته جدي پاملرنه وکړي او د پروسې لګښتونه دې را کم کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه، چې د حج او اوقافو وزارت دې د حج د پروسې بشپړ مالي راپور ترتیب کړي  او اریانا شرکت دې د خپلو فعالیتونو د ښه والي  او د خدماتو په برخه کې دکیفیت او شفافیت د تامین په خاطر د پنځه کلنې پانګونې پلان ترتیب کړي.

محمداشرف غني لارښوونه وکړه، چې اریانا شرکت باید د خپل ښه راتلونکي په خاطر د مالي پلټنې بهیر بشپړ کړي. د حج او اوقافو وزارت او اریانا شرکت مکلف شول، چې د حج د پروسې په هکله د خپلو مالي لګښتونو راپور په یوه جلا غونډه کې د حکومت اجرائیه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته وړاندې کړي.

وروسته د ترانسپورټ وزارت او د ملکي هوایي چلند ادارې د خوست د هوایي ډګر د پروژو د ارزونې راپور وړاندې کړ او د تخنیکي ارزونې د موندنو، د پروژې د قېمت او امنیتي پلان مطابق یې د یادې پروژې د بیا پیلولو مناسبې حل لارې یادې کړې.

ولسمشر  غني د راپور له اورېدلو وروسته څرګنده کړه، چې د خوست هوایي ډګر له هر پلوه د افغانستان خلکو ته ځانګړی ارزښت لري، له همدې امله دې دخیلې ادارې او د ولایت مقام د پروژې د کار د بیا پیل او بشپړولو په هکله پر وخت لازم اقدامات وکړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ترانسپورټ وزارت او د ملکي هوایي چلند اداره مکلف کړل، چې د ارزونو پیشنهادي حل لارې په یو مشخص پیشنهاد کې د تصمیم نیولو په موخه کمېسیون ته وړاندې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.