کابل (پژواک، ۸ ليندۍ ۹۴): د افغانستان د ټاکنو د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر هغه خبر ناسم وباله چې ګواکې ده ويلي چې که د کمېسيون کمېشنران له دندو لرې شي، له ټاکنيزو درغليو به پرده پورته کړي.
د دغه کمېسيون مشر عبدالستار سعادت نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه خبر ازادۍ راډيو د وږي په ۲۷مه خپور کړى او که تصحيح يې نه کړي، نو په اړه به يې رسنيزو تېروتنو او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون ته شکايت وکړي.
سعادت وويل: "دا ډول څرګندونې په ټولنيزو رسنيو کې ډېرې خپرېږي، خو ما هېڅکله دا ډول څرګندونې نه دي کړې."
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې ده مخکې له ازادۍ راډيو غوښتي چې دغه خبر تصحيح کړي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.
ده زياته کړه، که چېرې ازادۍ راډيو تر راتلونکو دوو ورځو (راتلونکې سې شنبې) دغه خبر اصلاح نه کړي نو دی به رسنيزو تېروتنو او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون ته شکايت وړاندې کړي.
سعادت وايي، ازادي راډيو يې د خوښې رسنۍ ده او نه غواړي چې دغه راډيو رسنيزه تېروتنه ولري.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ازادۍ راډيو له چاراکو سره خبرې وکړو، خو هغوى دمګړۍ په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن