ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ کسان د سفيرانو په توګه معرفي شول

شپږ کسان د سفيرانو په توګه معرفي شول

author avatar
29 Nov 2015 - 11:22
شپږ کسان د سفيرانو په توګه معرفي شول
author avatar
29 Nov 2015 - 11:22

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پنځه کسان په ترکمنستان، پاکستان، چک، ناروې او بلجيم کې د مېشتو سفيرانو او يو کس په څو هېوادونو کې د نا مېشت سفير په توګه معرفي کړي دي.

د ١٣٩٤ کال  د ليندۍ د دويمې نېټې د مکتوبونو پر بنسټ چې کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، ميرويس ناب په ترکمنستان کې، د ولسمشر اقتصادي سلاکار حضرت عمر زاخېلوال په پاکستان کې، سيد مصدق خليلي په چک کې، د ولسي جرګې غړې شکريه بارکزۍ په ناروې کې او محمدعمر صمد په بلجيم کې د سفيرانو په توګه معرفي شوي دي.

همدارنګه د ليندۍ مياشتې د ٣مې نېټې د يوه مکتوب پر بنسټ په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمدالله محب په کولمبيا، دومينکا، ارجنټاين او مکسيکو کې د غير مقيم سفير په توګه معرفي شوى دى.

عتیق الله عاطفمل يوه اونى مخکې په اندونيزيا کې د افغانستان د سفير په توګه خپل کارپيل کړې دى .

دا په داسې حال کې ده چې ويل کېږي د بهرنيو چارو پخواني وزير او د ١٣٩٣ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند زلمي رسول وحيد عمر په اېټاليا کې د افغانستان د سفير په توګه پشنهاد کړى دى.

وحيد عمر د پخواني ولسمشر حامد کرزي پخوانى وياند و او د زلمي رسول د نوماندۍ پر مهال يې د هغه وياندويۍ هم کوله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.