لښکرګاه (پژواک، ۸ لیندۍ ۹۴): په هلمند کې د ګوزڼ ناروغۍ ٧٥ شکمنې پېښې ليدل شوې او د وروستيو نا امنيو له امله لس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي.
دغه مطلب په هلمند کې د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت د برخې مشر ډاکتر عبدالاحد حازم د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل.
نوموړې زياته کړه چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله په مرکزي او شمالي ولسواليو کې شاوخوا لس زره ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي.
د هلمند په مرکزي او شمالي ولسواليو کې مارجه، نادعلي، ناوه، ګرشک، موسى کلا، سنګين، کجکي، باغران، نوزاد، او واشير شامل دي.
د حازم په وينا، تر دې وړاندې به ټولو سيمو کې ماشومانو ته هر ډول واکسين رسول کېده خو دغه ځل د نا امنيو له امله ټولو سيمو ته واکسين نه دى رسول شوى.
ده وويل وروستې هڅې کوي تر څو د پوليو واکسين په راتلونکي پړاو کې د نا امنو سيمو ماشومانو ته هم واکسين ورسول شي.
ټاکل شوې ده په راتلوونکي ميلادي مياشت کې د پوليو واکسين راتلونکى پړاو په ټول هېواد کې پيل شي.
دغه راز په هلمند کې د نړيوال روغتيايې سازمان سيمه ييز مشر تحصيل خان هم پژواک ته وويل چې د وروستيو نا امنو له امله يو شمېر ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې دي.
خو ده وويل: ((موږ د عامې روغتیا له مسوولینو سره یو ځای په اړوند برخه کې د ستونزو د حل په موخه کار کوو.))
دى وايي چې د دوې د سروې ګانو له مخې په دغه ولايت کې د پوليو ناروغۍ ٧٥ شکمنې پېښې ليدل شوې دي.
تحصيل خان زياته کړه: ((موږ د دې ماشومانو روغتيايي معاينات پيل کړي دي تر څو معلومه شي چې په ګوزڼ اخته دي او که کومه بله ناروغي لري.))
د هغه په وينا، دغه پېښې په هغو سيمو کې ډېر ليدل شوي چې دوامداره جګړه په کې روانه وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن