کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٤): ولسمشر محمداشرف غني نن مازیګر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ فرانسې، ایټالیا، المان او سویډن هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د دغه شپږ ورځني سفر په جریان کې لومړی فرانسې ته ځي او هلته به د اقلیم د بدلون په سیمینار کې د وینا ترڅنګ د فرانسې له ولسمشر سره هم وویني.
سرچينه کاږي، ولسمشر به د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته لاړ شي او د هغه هېواد له جمهور ريیس، لومړي وزیر او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره به د افغانستان او ایټالیا د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.
سرچينه زياتوي، اشرف غني د سه شنبې په ورځ المان ته ځي او هلته د هغه هېواد له جمهور ريیس او لومړي وزیر سره پر کتنو سربېره به په کوبر بنسټ کې وینا وکړي او د افغانستان او المان د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې به هم ګډون وکړي.
د سرچينې په حواله، ولسمشر غني د پنجشنبې په ماښام د رسمي کتنې په موخه له المان څخه د سویډن پلازمېنې ستکهلم ته ځي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي، چې محمداشرف غني به د جمعې په ورځ د سویډن هېواد له شهزداګۍ ویکتوریا، لومړي وزیر، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره هم جلا کتنې ولري او د هغه هېواد د ټکنالوژي سلطنتي انسټیټیوټ کې به هم وینا وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، همدارنګه سویډن ته د ولسمشر د سفر په جریان کې به د اشرف غني او د سویډن د لومړي وزیر په شتون کې د افغانستان او سویډن تر منځ د انکشافي همکاریو موافقتنامې لاسلیک شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریاخېل او د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي ملتیا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن