مهترلام، ايبک ( پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤ ) : په لغمان ولايت کې د نږدې ٣٠ ميليونه افغاينو په لګښت د بيارغونې يو شمېر پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د ليندۍ په ٨ مه، ددې پروژو د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز مهترلام اړونده د تيرګړيو او بي بي صاحبې د سيمو د استنادي دېوال پروژه وه چې ۲۳۰ متره اوږدوالى لري.
هغه زياته کړه چې دا پروژه د جاپان سفارت له خوا د ١٣ ميليونه افغانيو په مالي مرسته بشپړه شوې ده.
والي وويل چې د دغه استنادي دېوال په جوړېدو سره په زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، د مهترلام سرخکانو تر منځ غځېدلی عمومي سړک او د تير ګړيو پول د موسمي سيلابونو او اوبو له ګواښ څخه وژغورل شول.
بل لور ته د اوبو او انرژۍ وزارت د ١١ ميليونه او اته سوه يو اويا زره افغانيو په لګښت د حيدر خانيو کانال د سربند او ۳۰۰ متره استنادي دېوال د پروژې د جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان والي وويل چې دا پروژه به په يوه کال کې بشپړه شي چې ورسره به ٤٠٠٠ جريبه ځمکه خړوبه او ١٥٠٠٠ کورنۍ ترې ګټه پورته کړي.
دغه راز د ٣،٣٣ ميليونه افغانيو په لګښت د قرغيو ولسوالۍ اړونده د حسن خېلو او کندې په سيمو کې ٩ حلقې څاه ګانې، دوه پلچکونه، د کوڅو پخول او ويالو پخولو چارې هم بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د تيرګړيو د سيمې يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې پخوا دسيلابونو له امله ددوى ځمکې زيانمنې کېدې چې اوس له دې ستونزې څخه خلاص شول.
د يوه بل خبر له مخې، په سمنګان ولايت کې د ٢٧ بابه ښوونځيو لپاره د نړيوال بانک په مرسته د احاطې دېوالونه جوړ شوي .
په دې ولايت کې د پوهنې رياست د ظرفيت لوړونې د پروګرام مسوول انجنير محمد عمر ستانکزي پژواک اژانس ته وويل چې پر دې پروژې ٤٥ ميليونه او ٦٧٣ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې ددې پروژې چارې د يو نيم کال په موده کې بشپړه شوې او تر دې وروسته به زده کوونکي په خوندي ماحول کې زده کړې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن