جلال اباد (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): په ننګرهار کې د امنيتي پېښو پر مهال د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو تېره شپه پلان درلود چې په حصارک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د وسله والو له پلانه خبر شوي وو او له مخکې ورته په کمين کې ناست وو.
خوږياڼى وايي، د وسله والو او امنيتي ځواکونو په دې نښته کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د والي وياند دغه راز وويل چې بهرنيو ځواکونو د خوږياڼو ولسوالۍ د پيره خېلو په سيمه کې بې پيلوټه بريد کړى چې په پايله کې يې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز وياند وژل شوى دی.
نوموړي دغه راز وويل چې د بټي کوټ ولسوالۍ د شينواري کلا په سيمه کې د نښتې پر مهال يو وسله وال وژل شوى او په نورو پېښو کې پنځه تنه ژوندي نيول شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن