ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د ګوزڼ  مثبته  پېښه ثبت شوې

په کونړ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې

author avatar
29 Nov 2015 - 15:54
په کونړ کې د ګوزڼ  مثبته  پېښه ثبت شوې
author avatar
29 Nov 2015 - 15:54

اسعداباد- کلات (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): چاواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د ګوزڼ يا پوليو نوې پېښه شوې چې دا په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې لومړۍ پېښه ده.

د کونړ د عامې روغتيا رياست سرپرست احسان الله فضلي د ليندۍ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه د دغه ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د کلايګل په کلي کې ثبت شوې ده.

د هغه په وينا، د ياد کلي يوه اوسېدونکې دری کلنه نجلۍ پر دواړو پښو فلج شوې ده.

دى وايي چې دا په روان لمريز کال کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ده چې ثبتېږي.

د عامې روغتيا رييس وايي چې دوى په هر کمپاين کې د دغه ولايت کې لسګونو زرو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوي.

ډاکټر فضلي چې نن په دغه ولايت کې د عامې روغتيا د سرپرست رييس په توګه ټاکل شوى وايي چې په تېرو پنځلسو کلونو کې په کونړ کې د روغتيا په برخه کې ډېر کار شوی خو اوس هم  ستونزې  شته .

ده زياته کړه: ((زه به د خپل مسلکي ټېم په مرسته ټولو روغتياي ستونزو په راکمولو کې کوټلي ګامونه پورته کړم.))

د هغه په وينا، اوس مهال په کونړ کې ٤٦ کلينيکونه فعال دي خو په دې برخه کې نور کار ته هم اړتيا شته.

د يو بل خبر له مخېو نن په زابل ولايت کې د پوليو د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د واکسين اتم پړاو پيل شو.

په دغه ولايت کې د عامې روغتيا رياست واکسين د برخې مسوول ډاکتر نوراحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په زابل کې د پوليو کومه ستونزه نشته او دوى د ولس او حکومت په همکارۍ خپل کارونه پر مخ بيايي.

نوموړي زياته کړه چې په دې دوره کې به په ټول زابل کې ۱۴۵ زره ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري واکسين کړل شي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه د پوليو کومه پېښه نه ده ثبت شوې. 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.