کندهار (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې پر يوه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنې يو کس وژلى او بل يې ټپي کړی دى.
وژل شوى کس د يادې ولسوالۍ د پخواني ولسوال زوى او ټپي يې وراره دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د ليندۍ په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ په ناوې سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، د نېښ د پخواني ولسوال حيات خان زوى کريم الله او وراره يې شېر محمد په خپل موټر کې چېرې روان وو چې د سړک غاړې ماين ورباندې چاودنه وکړه.
دى وايي، په دې پېښه کې کريم الله وژل شوى او شېرمحمد ټپي شوى چې د پوليسو له خوا روغتون ته رسول شوى دى.
د ده په خبره، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د يادونې ده، شاوخوا دری اوونۍ وړاندې په خپله د نېښ پخوانى ولسوال حيات خان هم د وسله والو کسانو له خوا وژل شوى و.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هغه مهال پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، حيات خان چې مخکې د نېښ ولسوال و او يو کال مخکې له دندې لرې شوى و، پر خپل موټرسايکل له کور څخه وتلى او نادرکه شوى و چې وروسته يې د همدې ولسوالۍ په ميان کوه سيمه کې جسد وموندل شو.
د يادې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ماښام د ښار په زړه کې د محمد نافع روکيال په نوم مدني او ټولنيز فعال چې په دې وروستيو کې يې د ملي امنيت له ادارې سره هم دنده پيل کړې وه، د مخ پټو وسله والو په ډزو کې ووژل شو.
د هغه د وژلو مسووليت نن وسله والو طالبانو پر غاړه واخيست، د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې روکيال يې ځکه وواژه چې د ملي امنيت په اداره کې يې کار کاوو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن