ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ډله ییز قبر موندل شوی

بلخ کې ډله ییز قبر موندل شوی

author avatar
30 Nov 2015 - 15:41
بلخ کې ډله ییز قبر موندل شوی
author avatar
30 Nov 2015 - 15:41

مزارشريف (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د بلخ ولايت چارواکي وايي چې د شورتپې ولسوالۍ په تازه اميد کلي کې يو ډله ييز قبر موندل شوى دى.

د چارواکو په خبره چې له دغه قبر څخه تر اوسه د ١٣ کسانو هډونه ترلاسه شوي دي او له نښو داسې ښکاري چې لاسونه یې په لونګیو تړل شوي او ملي کلیوالي جامې دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د لیندۍ په ۹مه پژواک خبري اژانس ته د ياد قبر موندل تاييد کړل.

درانې د ياد قبر د جزئياتو په اړه معلومات نه درلودل خو زياته يې کړه چې ډېر ژر  به سيمې ته يو پلاوى واستول شي.

دغه راز د بلخ د ملکي روغتون مشر خواجه نورمحمد هم پژواک ته وويل چې په شورتپې ولسوالۍ کې يو ډله ييز قبر موندل شوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ هم له قبر څخه په غير رسمي ډول خبر شوي يو.))

ده وويل چې د ياد قبر د څېړلو په اړه تر اوسه د اړوند ارګانونو له خوا دوی ته رسمي مکتوب نه دی ورکړل شوى.

په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال تقي واحدي هم د ياد قبر موندل تاييد کړل.

ده هم وويل چې له قبر څخه تر اوسه د ١٣ کسانو هډونه ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د کابل په ګډون په څو نورو ولايتونو کې هم ډله یيز قبرونه موندل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.