ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسيا زړه هېوادونو د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا غونډه جوړه شوه

د اسيا زړه هېوادونو د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا غونډه جوړه شوه

author avatar
30 Nov 2015 - 15:51
د اسيا زړه هېوادونو د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا غونډه جوړه شوه
author avatar
30 Nov 2015 - 15:51

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): کابل کې د اسيا زړه هېوادونو د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا په موخه ناسته جوړه شوه او پايلې به يې په اسلام اباد کې د "استانبول پروسې" جوړېدونکې ناستې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې د روانې ليندۍ مياشتې په ١٨مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو د چارواکو او بهرنيو چارو وزيرانو د استانبول پروسې غونډه جوړه شي.

د استانبول پروسې لومړۍ غونډه په ٢٠١١ کال کې په ترکيه کې جوړه شوه او تر هغه وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې دغه ناستې جوړې شوې دي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون سيمه ييزى همکارۍ، د نشه يي توکو د توليد او قاچاق مخنيوى، د سيمه ييزى سوداګرۍ پياوړتيا، په افغانستان کې د سولې ټينګښت او له فقر سره مبارزه د دې پروسې مهمې موخې دي.

د کابل په نننۍ ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي وويل: "د دغه سيمينار موخه دا ده تر څو وکولای شو د افغانستان او سيمې هېوادونو تر منځ د کوچينو او منځينو تشبثاتو د وضعيت، په دې برخه کې د شته ستونزو او فرصتونو، د همکاريو پر څرنګوالي، د يادو تشبثاتو د پراختيا او اړيکو د پياوړتيا لارې چارې ولټوو او په دې برخه کې شته تجربې سره شريکې کړو."

خليل کرزي زياته کړه‎، د دې ناستې پايلې به اسلام اباد کې د استانبول پروسې د بهرنيو چارو وزيرانو ناستې ته وړاندې شي تر څو په دې برخه کې عملي حل لارې ولټول شي.

هغه وويل: "کوچني او منځني تشبثات د مخ پر ودې هېوادونو په اقتصادي پياوړتيا کې ۹۰ سلنه برخه لري، نو اړينه ده چې په دې برخه کې سيمه ييزه همکاري رامنځته شي."

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې ناسته کې د هېواد اقتصادي کارپوهانو تر څنګ د استانبول پروسې د ځينو غړو هېوادونو او د دې پروسې ملاتړ کوونکو هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون درلود.

افغانستان، اذربايجان، ايران، د عربو متحده امارات، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، ترکيه، چين، روسيه، سعودي عربستان، قزاقستان، قرغزستان او هند د اسيا زړه هېوادونو يا استانبول د پروسې غړي هېوادونه دي.

همدا راز د امريکا متحده ايالتونو، انګلستان، المان او فرانسې په ګډون ۱۷ هېوادونه او د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون ۱۲ نړيوال سازمانونه د استانبول د پروسې ملاتړي دي.

په نننۍ ناسته کې د قزاقستان په استازيتوب رجب رُسو خبرې وکړې او ويې ويل اړينه ده چې د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د پراختيا لپاره د سيمې هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته شي.

هغه وويل: "موږ بايد د سيمې په کچه د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو پر فرصتونو او ستونزو بحث وکړو او هغه فرصتونه ولټوو چې له مخې يې وکړی شو په افغانستان او سيمه کې د يادو تشبثاتو د پراختيا لپاره متقابله همکاري او ملاتړ رامنځته شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.