ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او داعش ۱۳ وسله وال نیول شوي

د طالبانو او داعش ۱۳ وسله وال نیول شوي

author avatar
30 Nov 2015 - 15:30
د طالبانو او داعش ۱۳ وسله وال نیول شوي
author avatar
30 Nov 2015 - 15:30

کابل- ګردېز (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): امنيتي موظفين په ننګرهار کې د طالب او داعش د ١٣ وسله والو  او په پکتيا کې د دوو قاچاق وړونکو د نيولو خبر ورکوي.

د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځواکونو د ننګرهار په بټي کوټ، نازیانو، چپرهار او غني خېلو ولسوالیو کې عمليات کړي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغو عملياتو کې د داعش او طالبانو ١٣ غړي نيول شوي دي.

د اعلاميې د معلوماتو له مخې، له يادو کسانو ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، د وسایطو ضد یو ماین، یو مقناطیسي ماین، د توپ یوه سرګلوله، د ماین ۲۰ کندنسرونه، د ریموټ کنټرول څلور تختونه، درې بنډله ثانیه سوز لین،  ۴ جوړې د ملي اردو جامې او یو کرولا  موټر ترلاسه شوي دي.

دغه راز امنيتي موظفينو  په پکتيا کې ١٤کيلوګرامه نشه يې توکي نيولي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت مرستيال سمونوال محمدزمان پژواک ته وويل چې پوليسو تېره ورځ په ګردېز ښار او په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې ١٤ کيلوګرامه نشه يې توکي نيولي دي.

هغه وايي چې دغه توکي په يو فلاينکوچ او يو سراچه موټرو کې ځاى پر ځاى شوي وو.

ده وويل چې له يادو دواړو موټرو سره دوه تنه هم نيول شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.