ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د لوېدلې چورلکې د سپرليو ځاى تر اوسه نه دی معلوم

فارياب کې د لوېدلې چورلکې د سپرليو ځاى تر اوسه نه دی معلوم

author avatar
30 Nov 2015 - 11:56
فارياب کې د لوېدلې چورلکې د سپرليو ځاى تر اوسه نه دی معلوم
author avatar
30 Nov 2015 - 11:56

ميمنه (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): په داسې حال کې چې امنيتي چارواکي په فارياب کې د چورلکې د سپرلیو د خوشي کولو هڅې کوي، طالبان وايي چې بنديان يې يوه خوندي ځاى ته لېږدولي دي.

دا چورلکه چې په يوه شخصي کمپنۍ پورې يې اړه درلوده، له مزارشريف نه يې د فارياب پر لور حرکت کړى و چې د ليندۍ په ٣مه يې د پښتونکوټ ولسوالۍ په اړوند سيمه کې یې بېړنۍ ناسته وکړه.

دفاع وزارت وايي، کله چې چورلکې ناسته وکړه، له وسله والو مخالفينو سره د نښتې په ترڅ کې د ملي اردو دوه سرتېري او يو بهرنى وګړى ووژل شول او ١٨ نور د وسله والو مخالفينو له خوا اسيران شول.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال سخي داد کپتان پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې د یادو بنديانو د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه چې دوى سيمه ييزې اړيکې همغږې کړې او د بنديانو د خوشي کېدو څرنګوالى د کابل په چارواکو پورې اړه لري.

کپتان زياته کړه: ((تر کومه چې معلومات لرو، بنديان روغ دي او هيله ده چې ډېر ژر خوشي شي.))

د پوځ دغه چارواکي وويل چې د بنديانو د ساتلو ځاى نا معلوم دى او طالبانو هغوى ته کوم شرط نه دى اېښى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د پژواک د برېښناليک په ځواب کې ويلي چې بنديان يوه خوندي ځاى ته لېږدول شوي دي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال له هغوى څخه څېړنې روانې دي.

تېره اوونۍ دام الله ريحان چې ځان د طالبان ځايي قوماندان معرفي کوي، ادعا يې کړې وه چې دا چورلکه يې غورځولې او ١٦ کورني او بهرني سرتېري يې نيولي دي.

خو دفاع وزارت وايي چې چورلکې د تخنيکي ستونزو په سبب بېړنۍ ناسته کړې وه.

ځايي خلک وايي، کله چې چورلکې ناسته وکړه، له نښتې وروسته چورلکه د طالبانو په راکټ ولګېده او له منځه ولاړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.