جلال اباد(پژواک، ۹ ليندۍ۹۴): د ننګرهار والي وايي چې د جلال اباد ښار د کابل اډې سيمه کې د کانال پر ۲۵ هکتاره قراردادي ځمکه ناقانونه کورونه جوړ شوي چې ويجاړ به يې کړي.
والي سليم خان کندوزى د ليندۍ په ۹مه، د ولايتي شورا له يو شمېر وکيلانو سره يادې سيمې ته ورغى او د څو نويو جوړېدونکو کورونو ديوالونه يې چپه کړل.
والي رسنيو ته وويل: ((دا د کانال رياست ځمکه ده، کرنيزو ځمکو باندې نبايد کورونه جوړ شي، دلته د قرارداد خلاف کورنه جوړ شوي . موږ يې مخنيوی کوو.))
والي ګواښ وکړ ، هغه کسان به ونيسي چې دولتي ځمکې پلوري.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري رسنيو ته وويل: ((دا ځمکې د حاجي فاروق په نامه يو ملي سوداګر قرارداد کړي او اوس يې د قرارداد خلاف پر خلکو نومرې پلورلې دي.))
نوموړي وويل چې دا ملي پانګوال بايد ونيول شوي او قانون پرې پلی شي.
د ولايتي شورا بل غړي جاويد زمان وويل: ((دا ځمکې چې اوس پرې ډېر کورونه جوړ شوي، د حاجي فاروق له خوا پر خلکو پلورل شوي نو په دې کار بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.))
هغه وايي، که دا کار ونه شي په ننګرهار کې به د غصب مخه ونه نيول شوي.
د عمرفارق شرکت مشر حاجي فاروق رسنيو ته وويل:((دا قراردا موږ له دولت څخه اخيستى، د قرارد خلاف عمل نه دی شوی، خلکو ته مو چې کورونه ورکړي د همدې قراراد پر بنسټ دي او وروسته به د دولت ملکيت ته ځي.))
هغه وايي، چې دا د کانال رياست خرابه ځمکه وه، په دې سيمه کې د کابل اډه هم شته او نور دولتي ادارې هم جوړې شوې دي.
نوموړي د يادې ځمکې د قراردليک رسنيو ته وښود چې په کې ليکل شوي دا ۲۵ هکتاره ځمکه د کال په ۲۰۰ زره افغانۍ نوموړي ته په قرارداد ورکړل شوې ده.
وېل کېږي دا قرارداد د ۹۰ کلونو لپاره د حاجي فاروق په ګډون يو شمېر ملي سوداګرو ته ورکړل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن