کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو له پيکه کېدو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د اسلام اباد په غوښتنه، د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره په فرانسه کې د اقليم بدلون نړيوال کنفرانس په څنډه کې ليدنه کوي.
پر کابل او نورو ولايتونو د وسله والو مخالفينو له سختو بريدونو وروسته د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې شوې او افغانستان اعلان وکړ تر هغه به د سولې ټينګښت په برخه کې د پاکستان پر رښتينې همکارۍ باور ونه کړي څو چې ياد هېواد د تروريستانو له ملاتړه لاس وا نه خلي او د ترهګرو ځالې له منځه يونه سي.
د حکومت اجرايي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د پښتونخوا ايالت او بلوچستان سياسي مشران په دې وروستيو کې کابل ته راغلي وو چې له ولسمشر اشرف غني سره د لومړي وزير نوازشريف د ليدنې وړانديز يې د پاريس کنفرانس په څنډه کې مطرح کړ چې دا غوښتنه ومنل شوه.
هغه زياته کړه چې دا ملاقات د نوازشريف د غوښتنې پر اساس ترسره کېږي، ټاکل شوې چې نن له څو ساعتونو وروسته د فرانسې پلازمېنه پاريس کې ترسره شي؛ خو د دې ليدنې په اړه يې جزئيات ور نه کړل.
د حکومت او طالبانو استازو تر منځ د سولې د لومړي پړاو نيغې خبرې، د روان کال چنګاښ مياشت کې د پاکستان په کوربه توب او امريکا او چين تر څارنې لاندې په اسلام اباد کې ترسره شوې او ټاکل شوې وه چې د مذاکراتو دويم پړاو د زمري اتمه په چين يا پاکستان کې ترسره شي چې د اوربند موضوع هم په کې شامله وه؛ خو دا خبرې اترې د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر د مړيني د اعلان له خپرېدو وروسته وځنډېدې.
د پښتونخوا ايالت او بلوچستان سياسي مشران تېره جمعې ورځ د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو بيا پيلېدو او اړيکو ټينګښت په موخه کابل ته راغلي وو او ټينګار يې وکړ چې ترهګري د دواړو هېوادونو د ګټو پر وړاندې ګډ ګواښ دى.
د حکومت اجرايي مشر وويل چې ولسمشر غني د پاريس په غونډه کې چې د نړۍ ١٨٠ هېوادونه به د اقليم بدلون په اړه بحث وکړي، برخه اخيستې او ټاکل شوې چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ په کچه، د اقليمي بدلون په اړه پرېکړې او ژمنې ترسره شي.
نوموړي زياته کړه چې له دې ناستې وروسته به ولسمشر ايټاليا، سويډن او المان ته هم سفر وکړي او د يادو هېوادونو له مشرانو سره به دوه اړخيزه مسايل مطرح کړي.
ډاکټر عبدالله د وزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې د ځينو وزارتونو د کړنو په اړه شکايتونه را رسېدلي دي، د څېړلو لپاره يې د حکومت اجرايي رياست له لوري پلاوى ګومارل شوى دى چې وزيران بايد له پلاوي سره جدي او هر اړخيزه همکاري وکړي.
د حکومت اجرايي مشر وويل: "ټول وزيران د قانون او خلکو پر وړاندې مسوول دي او د هر اړخيزو ارزونو په برخه کې چې موخه يې د کار اصلاح او ښه والى دى، کلکه پاملرنه وکړي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن