ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د اقليم په بدلون کې د اوبو، کرنې او ځنګلونو له سکټورونو زيانمن دى

افغانستان د اقليم په بدلون کې د اوبو، کرنې او ځنګلونو له سکټورونو زيانمن دى

author avatar
1 Dec 2015 - 20:29
افغانستان د اقليم په بدلون کې د اوبو، کرنې او ځنګلونو له سکټورونو زيانمن دى
author avatar
1 Dec 2015 - 20:29

کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٤): د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اقليم د بدلون د پاليسۍ له وروستۍ کېدو خبر ورکړى او وايي، د اقليم بدلون د نړۍ لپاره يو جدي ګواښ دى، خو دې بدلون د نورو هېوادونو په پرتله افغانستان ته ډېر زيان اړولى دى.

د چاپيريال ساتنې د خونديتوب ملي ادارې د پاليسۍ او اداري مرستيال عبدالولي مدقق، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې د چاپېريال ساتنې پاليسي او سترتيژي نهايي شوې، چې په هغې سره کولى شو چې وضعيت انځور کړو او په چوکاټ کې يې داسې کارونه په پام کې ونيول شي، چې هم په ملي او هم په نړيواله کچه خپله دنده تر سره کړي.

هغه زياته کړه، افغانستان د اقليم د بدلون له اړخه له خطر سره د مخ هېوادونو له ډلى دى او د اقليم د بدلون موضوع دحکومت  د کار په لومړيتوب کې ځاى لري.

مدقق، د اقليم د بدلون تاثيرات چې افغانستان له هغه اړخه زيانمنېږي، د اوبو سکټور، د کرنې سکټور او د ځنګلونو سکټور وبلل او د افغانسان د شنو خونو د ګازونو خپرېدل يې د نورو هېوادونو په پرتله کم وبلل.

د چاپېريال ساتنې د ملي اداري د پاليسۍ او اداري مرستيال وويل: "زموږ دغه خپرېدنې د اندېښنې وړ نه دي، ډېر کم خپرېدنې لرو، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، دا دي چې موږ د اوبو سکټور، کرنې سکټور او ځنګلونو سکټور په برخه کې زيانمن شوي يو او هره ورځ د هغو د منفي تاثيراتو بيه پرې کوو، نو په همدې موخه نړيوالو مرستو ته اړتيا ده."

د هغه په وينا، افغانستان د جوړښت، د شنونو خونو ګازونو د راکموالي، ټيکنالوجۍ، تجربې او علم په برخو کې مالي مرستو ته اړتيا لري، چې په همدې موخه دوى تر ٢٠٣٠ زېږديز کال پورې د ١٧ ميليون ډالرو غوښتنه کوي.

مدقق وويل، کاربن ډاى اکسايډ، د اوبو بخار، نايترس اکسايډ، ميتان، اوزون او کلوروفلورو کاربونونه، د هغو شنو خونو ګازونو له ډلې دي چې د ځمکې د تودوخې د لوړولو په برخه کې رول لري چې دغه ګازونه له فسيلي، تېلو، ډبرو سکرو، لرګيو او نورو ګازونو څخه خپريږي.

هغه زياته کړه: "موږ مکلف شوي و، چې خپل ملي مشارکت نړيوالو ته وړاندې کړو، چې افغانستان تر کومې کچې پورې کولى شي چې د شنو خونو ګازونو د خپراوي په راکمولو کې ونډه ولري، د بېلابېلو ادارو په همکارۍ مو سند نهايي کړى او د اقليم د جوړښت او د شنو خونو ګازونو د خپراوي د راکمولو په لړۍ کې مو ونډه اخيستې ده."

د مدقق په وينا، په همدې موخه د دوى له خوا د اقليم د بدلون لپاره ښه پروګرام جوړ شوى او هغه يې د اقليم د بدلون له کنوانسيون سره شريک کړى، څو له افغانستان سره د ټکنالوجۍ، تجربې او علم په برخو کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فرانسې په پلازمېنه پاريس ښار کې د ١٨٠ هېوادونو د مشرانو او استازو په ګډون د اقليم د بدلون غونډه تر سره شوه او په ترڅ کې يې د نړۍ په کچه د اقليم د بدلېدو په اړه اندېښنه څرګنده شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.