پلخمري( پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٤): په بغلان ولايت کې د يوې مرمې د چاودنې له امله درې ماشومان ووژل شول او ١٥ نور ټپيان دي.
پوليس وايي چې چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا يووليس بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د بغلان د مرکز پلخمري ښار په غروشاخ سيمه کې ماشومانو د يوې مرمۍ له پيدا کولو وروسته د مرمۍ په ټکولو پيل وکړ.
د بغلان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرشيد بشير پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالعليم غفاري وويل چې درې مړي او ١٥ ټپيان چې ټول يې له ١٦ کلونو د ښکته عمر لرونکي ماشومان دي، ولايتي روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه وويل چې په ټپيانو کې دوه نجونې هم شته او د اوو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښودل شوى.
د سيمې اوسېدونکى محمد اسلم چې لور او زوى يې په دې بريد کې ټپيان شوي، وويل:((ماشومانو په يوه کنډواله کې د توپ کومه پخوانۍ مرمۍ پيدا کړې وه او په يوه ميداني کې يې د باروتو د تر لاسه کولو لپاره ټکوله چې پرې وچاودېده.))
هغه زياته کړه چې د اته کلنې لور وضعيت يې د اندېښنې وړ دى او ١١ کلن زوى يې يو څه ښه دى.
د نوموړي په خبره، د درېيو نورو وژل شوو ماشومانو د بدن غړي له منځه وړل شوي دي.
د ويلو ده چې د روان کال په لومړيو کې په مرکزي بغلان کې هم په ورته يوه پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن