مزارشريف،ترينکوټ (پژواک،١٠ليندۍ٩٤): په بلخ او اروزګان ولايتونو کې کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه.
د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د حاصلاتو د برخې مدير اسدالله ستېغ د ليندۍ په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د بلخ ولايت د ١٤ ولسواليو د کروندګرو لپاره د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ له دهدادي ولسوالۍ څخه پيل کړه.
نوموړي زياته کړه چې په دهدادي ولسوالۍ کې يې شپږ سوه کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو ۵۰ کيلويي بورۍ ووېشلې.
د هغه په وينا، په روانه لړۍ کې به د بلخ ولايت ۷۶۰۰ کروندګرو ته د غنمو ۳۸۰ ټنه اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي.
اسدالله وويل چې د غنمو د اصلاح شوي تخم ۵۰ کيلويي بورۍ د دوه جريبه ځمکې لپاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دې حساب به سږکال په بلخ ولايت کې په ۱۵۲۰۰ جريبه ځمکه کې د غنمو د کښت لپاره اصلاح شوی تخم وشيندل شي.
د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي شريف پژواک ته وويل چې نن يې يوه بورۍ اصلاح شوی تخم تر لاسه کړ.
نوموړي زياته کړه، چې که له اصلاح شوي تخم سره د ځمکې د کرنيزو اوبو ستونزه هم په پوره توګه حل شي؛ نو حاصل يې د وطني تخم په پرتله څو وارې ډېر او ښه کيفيت لرونکی وي.
د هغه په وينا، په ياده ولسوالۍ کې وېشل شوی اصلاح شوی تخم د ټولې ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي؛ خو بيا هم د غنمو د حاصل په ډېروالي به اغېز ولري.
حاجي شريف په بلخ ولايت کې په کرنيزه برخه کې د ځمکو لپاره د اوبو کمښت له ټولو جدي ستونزه وګڼله چې د حل کېدو په حالت کې به يې مثبت اغېز خورا ډېر وي.
د کرنې او مالدارۍ رياست د حاصلاتو برخې مدير اسدالله وويل، چې په وروستي کال کې د شويو بارانونو او د وېشل شويو اصلاح شويو تخمونو له امله په بلخ کې د غنمو حاصل خورا زيات شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې تېر کال په بلخ ولايت کې ۱۷۵ هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي وو چې له دې شمېرې څخه سل زره هکتاره يې ابي او پاتې نوره يې للمه وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن