ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ځينې ادارې د ښاروالۍ  ١٠٥ ميليونه افغانۍ پور وړې دي

د لوګر ځينې ادارې د ښاروالۍ ١٠٥ ميليونه افغانۍ پور وړې دي

author avatar
1 Dec 2015 - 12:12
د لوګر ځينې ادارې د ښاروالۍ  ١٠٥ ميليونه افغانۍ پور وړې دي
author avatar
1 Dec 2015 - 12:12

پل علم (پژواک،۱۰ليندی۹۴): د لوګر ولايت د ښاروالۍ سرپرست وايي چې د ښاري خدمتونو له امله يې يو شمېر دولتي ادارې ١٠٥ ميليونه افغانۍ پور وړې دي.

د لوګر ولايت د ښاروالۍ سرپرست منير احمد يوسفزي د ليندۍ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو ١٤کلونو راهيسې ٥٢ دولتي ادارو د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو پېسې نه دي ورکړي.

دی وايي : (( زموږ ټول پورونه ۱۰۵ ميليونه افغانی دي چې دا د لوګر د ښاروالۍ د بوديجې لويه برخه جوړوي خو له بيا بيا غوښتنو سره هم دولتي ادارې دې ته نه دي حاضرې شوي چې خپل پورونه ورکړي.))

د يوسفزي د معلوماتو له مخې، په دې ادارو کې د ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، د ملی امنيت رياست، د استيناف محکمه، د پوهنې رياست، د کرنې او مالدارۍ رياست، دارالمعلمين، د فوايد عامې رياست، د احصايې اداره، د برېښنا رياست او يو شمېر نورې ادارې شاملې دي.

هغه د بېلګې په توګه وويل چې د برېښنا رياست او امنيه قومانداني تر نورو ادارو له ښاروالۍ څخه ډير پور وړي دي.

نوموړی وايي: (( ښاروالي يوه تصدي ده چې له خپلو عوايدو څخه خلکو او  دولتي ادارو ته خدمات وړاندې کوي خو په دې ولايت کې تر نورو وړاندې حکومتي ادارې زموږ پيسې نه راکوي.))

د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ادارو د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو پيسې نه دي ورکړي.

د هغه په وينا، پر دولتي ادارو د ښاروالۍ پورونه پخواني دي خو د ولايت مقام هڅه کوي ترڅو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.

صالح وايي: ((حکومت اړ دی چې خپلې عايداتي ادارې پياوړې وساتي ، د هغوى عوايد په خپل وخت ورته ټول کړي او هر هغه چا چې په دې برخه کې غفلت کړی بايد ورسره قانوني چلند وشي تر څو راتلوونکي کې موږ دا ډول ستونزې ونه لرو.))

دغه راز د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي پژواک ته وويل : (( د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د پوهنې وزارت ټولو ادارو ته د ښاروالۍ ښاري خدمات وړيا دي، نو ښاروالۍ حق نه لري چې موږ نه پيسې وغواړي.))

د ستانکزي په وينا، نورې ادارې بايد ښاروالۍ ته د ښاري خدمتونو پيسې ورکړي څو دغه اداره په خپلو پښو ودريږي.

له يو شمېر نورو ادارو سره مو هم د ښاروالۍ د پورونو په اړه اړيکه ټينګه کړه خو له څه ويلو يې ډډه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.