ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزى: جګړه په جګړې نه، په منطق ګټل کېدى شي

ستانکزى: جګړه په جګړې نه، په منطق ګټل کېدى شي

author avatar
1 Dec 2015 - 20:32
ستانکزى: جګړه په جګړې نه، په منطق ګټل کېدى شي
author avatar
1 Dec 2015 - 20:32

کابل (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٤): د ملي دفاع سرپرست وزير وايي، جګړه په جګړې پاى نه مومي، بلکې جګړه په منطق کې ګټل کېداى شي او د دې لپاره بايد يوه ملي سراتيژي جوړه شي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن د افغانستان د ثبات او سولې لپاره د همکاريو د پراختيا په منظور له اړوندو دولتي او د مدني ټولنو له غړو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

ده وويل، دا چې پوځي لېږد په چټکۍ ترسره شو، نو دوى يې له تخنيکي او عملي ستونزو سره مخامخ کړل او هم هغه وړتياوې دوى نه درلودې، کومو چې بهرنيو ځواکونونو په هوايي، استخباراتي او نظامي برخو کې لرلې.

هغه زياته کړه، اوسنۍ جګړه څلور عنصره لري، چې يو يې هم پرسونل او روزنه ده، دويم يې تخنيک او تجهيزات دي، درېيم کشف او استخبارات او څلورم يې په هېواد کې د سياسي فضا رامنځ ته کول دي.

د نوموړي په وينا، جنګ بايد د افغانستان له کليو څخه راووېستل شي، د خلکو روحيه پياوړې شي، د بې اعتمادۍ رامنځ ته شوې فضا ختمه شي او تحليلونه بايد د واقعيتونو بربنسټ وشي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي: "نن جوته شوې چې په هېواد کې جګړه د چا له خوا اداره کېږي، دا جګړه د واک او پيسو لپاره ده، نه د خداى لپاره؛ زموږ د يو شمېر کسانو له پاکو احساساتو، مجبوريت او د ځينو له ناپوهۍ ناوړه استفاده کېږي."

خو د ستانکزي په وينا، جګړه په جګړې پاى نه مومي، بلکې جګړه په منطق کې ګټل کېداى شي او د دې لپاره بايد يوه ملي سراتيژي جوړه شي.

په دې ناسته کې د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد نذير احمدزي وويل، چې د هېواد په امنيتي ځواکونو وياړي، ځکه چې په کمو امکاناتو سره د هېواد له دښمنانو سره مقابله کوي.

نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ، چې د افغانستان امنيتي ځواکونه لا نور پياوړي کړي، ترڅو د هرې مقابلې توان پيدا کړي.

هغه وايي: "دا چې د هېواد دښمنان خپلواکي نه لري او نه شي کولى سولې ته راشي، نو دا د هغوى کمزوري ده، زموږ دروازه د سولې لپاره خلاصه ده."

ده دغه راز وويل، دا چې په افغانستان کې د بيان ازادي ده، خو هغه خبرې چې ملي ګټو ته ستونزې جوړوي، بايد مخه يې ونيول شي.

د ملي دفاع وزارت د چارواکو په وينا، د يادې شوې ناسته موخه دا وه، ترڅو په هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خلکو د استازو او د مدني ټولنې د غړو نظريات او وړانديزونه واخيستل شي او په دې برخه کې د هېواد مختلفو پرګنو ملاتړ ترلاسه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.