ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرجنګ: هلمند کې د امنيتي ځواکونو له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسو

سرجنګ: هلمند کې د امنيتي ځواکونو له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسو

author avatar
1 Dec 2015 - 11:53
سرجنګ: هلمند کې د امنيتي ځواکونو له لاسه وتلې سيمې به بېرته ونيسو
author avatar
1 Dec 2015 - 11:53

لښکرګاه(پژواک،۱۰ ليندۍ۹۴):دهلمند نوى امنيه قوماندان وايي چې د امنيتي ځواکونو د غفلت له امله يوشمېر سيمې وسله والو طالبانو نيولي خو د بېرته نيولو لپاره به يې ډير ژر پوځي عمليات پيل شي.

په دې وروستيو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د هلمند په مرکز لښکرګاه، مارجه، نادعلي، ګرشک او موسى کلا ولسواليو او ځينو نورو سيمو کې نښتې روانې دي.

د يادو نښتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو يو شمېر سيمې له امنيتي ځواکونو څخه نيولې دي.

خو د هلمند نوي امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د ليندۍ په١٠مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د هغو سيمو د بېرته نيولو لپاره به ډير ژر پوځي عمليات پيل شي چې د امنيتي ځواکونو د غفلت او يا هم د ډير فشار له امله طالبانو نيولې دي.

ده وويل چې په هلمند کې د پوځي عملياتو د پلان د جوړولو په موخه له کابل څخه لوى درستيز او د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال هم ورغلي دي.

هغه زياته کړه : (( له لاسه د وتلو سيمو بېرته نيول ډير ستونزمن کار نه دى.))

سرجنګ دا هم وويل چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو ترمنځ اختلافات رامنځته شوي چې له امله يې هغوى نور نه شي کولى د امنيتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

دى وايي چې امنيتي ځواکونو خپل تشکيلات منظم کړي او په تېرو څو ورځو کې يې د دې ولايت په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې ١٨ هوايي او ٢٦ ځمکني عمليات کړي دي.

هغه زياته کړه : (( د هلمند لپاره نږدې ټول امنيتي مسوولين نوي ټاکل شوي، ترمنځ يې هيڅ اختلافات نشته او دغه چارواکي به نور کسان هم د وړتيا له مخې ټاکي نه د زور او ملګرتيا له مخې.))

د ليندۍ په ٤مه عبدالرحمن سرجنګ د هلمند د امنيه قوماندان، پاسوال عصمت الله دولتزى د ٥٠٥ زون د قوماندان او سمونوال خليل جواد د هلمند ولايت د اتمې لوا د قوماندان په توګه وټاکل شول.

سرجنګ دا هم وويل چې تر دې وروسته به بهرني ځواکونه له افغان امنيتي ځواکونو سره په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې برخه اخلي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونو څخه پرمختللي وسلې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.