ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګانو کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سمنګانو کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Dec 2015 - 13:02
سمنګانو کې ١٧ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Dec 2015 - 13:02

ايبک (پژواک،١٠ ليندۍ ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي، د سمنګانو په "دره صوف پايين" ولسوالۍ کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي، شپږ مخالفين او ٧ پوليس ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو د ولسي ځواکونو په ملتيا وړمه ورځ په ياده ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

ولسي ځواک، دولت پلوه وسله وال دي چې په خپلو سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړه کوي.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسلام الدين له يادې ولسوالۍ څخه د ټېليفون پر کرښه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ د "فزلقدووک، سرخه يي، اسماعيل خېل او جمالک" سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د ده په وينا، په دې سيمو کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې له وړمې ورځې راهيسې په دې عملياتو کې تر اوسه ټول ١٤ کلي تصفيه شوي دي.

د سمنګانو د ولايتي شورا غړى محمدعوض بېګ بېګ اوغلي هم د اسلام الدين څرګندونې تاييد کړې، خو ويې ويل چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې ٧ تنه پوليس هم ټپيان شوي دي.

د سمنګانو د ولايتي روغتون د جراحۍ څانګې نوکريوال ډاکټر محمد عيسى رووفي وايي چې ياد ټپي شوي پوليس روغتون ته ورړول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

اوغلي وايي، چې وسله وال مخالفين دا مهال د دره صوف پايين په "تېوه تاش، نيک، بغک او ددک" سيمو کې شتون لري او تر محاصرې لاندې دي.

وسله والو طالبانو  په دې اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې وړمه ورځ يې د دې ولسوالۍ په بغک سيمه کې د دولتي ځواکونو پر کاروان بريد کړى چې په پايله کې يې يو رېنجر موټر ويجاړ شوى، دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو غلو تېره شپه د سمنګانو د مرکز اړوند په خواجه اسماعيل خېلو سيمه کې پر يو سراچه موټر ډزې کړي،يو ١٧ کلن نوى ځوان يې وژلى او يو تن يې ټپي کړى دى.

د سمنګانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امريت مرستيال سمونوال نورالله وايي، چې ياد غله تښتېدلي خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.