ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ګوزڼ اته مثبتې پېښې ثبت شوي

ننګرهار کې د ګوزڼ اته مثبتې پېښې ثبت شوي

author avatar
1 Dec 2015 - 16:45
ننګرهار کې د ګوزڼ اته مثبتې پېښې ثبت شوي
author avatar
1 Dec 2015 - 16:45

جلال اباد (پژواک،۱۰ليندۍ۹۴): په ننګرهار کې د ګوزڼ اته مثبتې پېښې په داسىې حال کې ثبت شوي، چې په دې ولايت کې زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين څخه پاتې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب کامه وال د ليندۍ په۱۰مه د پوليو واکسين د کمپاين د پيل په مراسمو کې وويل، له اتو مياشتو راهيسې په ځينو ولسوالو کې ۶۰زره ماشومان له دې واکسين څخه پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د ګوزڼ ۶ پېښې په اچين، يوه په لعلپورې او يوه يې په شېرزادو ولسوالۍ کې ثبت شوې ده، له اتو مياشتو راهيسې د ده بالا، اچين، کوټ او بټي کوټ په يو شمېر سيمو کې ۶۰زره ماشومان له واکسين  څخه پاتې دي.))

د ده په وينا، په راتلونکو درېيو ورځو کې به ۶۲۶زره ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق کړي، خو په ځينو سيمو کې به بيا هم زرګونه ماشومان له دې واکسين څخه پاتې شي.

کامه وال وايي: ((د شينوارو په زون کې د ناامنيو له امله دا ماشومان له واکسين څخه پاتې کېږي، له دغې سيمې ډېرې کورنۍ کډه شوي، نو وېره شته چې نورو ماشومانو ته د ګوزڼ ويروس انتقال شي.))

نوموړي پر قومي مشرانو، ديني علماوو، کورنيو او د پوهنې رياست پر کارکوونکو غږ وکړ چې په ياد کمپاين کې ورسره مرسته وکړي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رياست د خپرونو مدير مولوي عتيق الرحمن فضلي په ياده غونډه کې وويل: ((هر څوک چې د پوليو واکسين مخه نيسي، هغه د هېواد دښمن دی، دا د صحت مسئله  بايد سياسي نه شي.))

نوموړي پر ديني علماوو غږ وکړ چې په ياد کمپاين کې مرسته وکړي.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي شان باچا پژواک ته وويل، د يادې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د وروستيو جګړو له امله ډېری ماشومان د پوليو واکسين له تطبيقه پاتې دي.

دى زياتوي: ((پخوا د اچين په روغتون کې د واکسين ځانګړې څانګه وه، د جګړو له پيل سره يې چارې بندې شوې، ځکه خو د ولسوالۍ له شاوخوا سيمو څخه پرته نورو سيمو کې ماشومان له دې واکسين څخه پاتې کېږي.))

پر ننګرهار سربېره د کونړ ولايت په يو شمېر سيمو کې تر ۱۳زره پورې ماشومان له دې واکسين څخه پاتې کېږي، چې چارواکي يې لامل ناامنيي په ګوته کوي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.