ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې دوه ماشومان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي

په کندهار کې دوه ماشومان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي

author avatar
1 Dec 2015 - 15:01
په کندهار کې دوه ماشومان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي
author avatar
1 Dec 2015 - 15:01

کندهار(پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٤):د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې دوه ماشومان لومړى تښتول شوي او بيا وژل شوي دي.

دغه پېښه د يادې شوې ولسوالۍ په برات کلاچه سيمه کې شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د ليندۍ په ١٠مه  پژواک خبري اژانس ته وويل، ناپېژاندو  وسله والو تېره ورځ د ارغنداب د برات کلاچې د يوه اوسېدونکي اسماعيل د کور له مخې څخه د عاشق الله او ستارې په نومونو دوه ماشومان تښتولي او بيا يې وژلي دي.

هغه زياته کړه، عاشق الله دوه کلن او ستاره يو نيم کلنه وه، چې وسله والو يې تر وژل کېدو وروسته جسدونه د هغوى د کور مخې ته غورځولي وو.

دى وايي، پوليسو د دې موضوع په اړه پلټنې پيل کړې او د لومړنيو معلوماتو له مخې دغه پېښه جنايي اړخ لري.

د يوه بل خبر له مخې، د شاوليکوټ ولسوالۍ په تنګي کلي کې د ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات شوي چې پر مهال يې دوه وسله وال وژل شوي دي.

درانى وايي، په دغو عملياتو کې ٢ عرادې موټر سايکلونه، ٢ ميله کلاشينکوفونه، ٣٠ پايې ايکم مخابرې او ١٠٠ پايې د کشفي مخابرو انتنونه هم تر لاسه شوي دي.

د ده په خبره، په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغه راز په ارغستان ولسوالۍ کې بيا په ځمکه کې خښ شوى ماين پر يوه چوپان چاودېدلى او هغه يې سخت ټپي کړى دى.

د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

هغه زياته کړه، تر چاودنې وروسته پوليس سيمې ته تللي او چوپان يې روغتون ته لېږدولى چې روغتيايي حالت يې ښه نه و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.