ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې ١٨ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

څه باندې ١٨ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

author avatar
1 Dec 2015 - 18:23
څه باندې ١٨ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
author avatar
1 Dec 2015 - 18:23

 کابل  ( پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٤ ) : دکورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار له مربوطاتواو اړوندو سيمو څخه څه دپاسه ١٨ ټنه تر لاسه شوي نشه يي توکي، نن وسوځول شول.

ياد نشه يي توکي نن د کورنيو چارو وزير او ددې وزارت يو شمېر نورو چارواکو په شتون کې د کابل ښار قصبې سيمه کې وسوځول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال پاسوال بازمحمداحمدي د نشه يي توکو له سوځولو څخه مخکې رسنيو ته وويل چې دا اندازه نشه يي توکي، د ياد معينيت او کابل امنيه قوماندانۍ په همکارۍ د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې له ١٣٩٣،٧،٢٨تر ١٣٩٤،٨،٩ پورې د کابل ولايت په مختلفو سيمو کې کشف او ضبط شوي دي.

د احمدي دمعلوماتو له مخې، په يادو سوځولو شوو نشه يي توکو او الکولي مشروباتو کې ٥٣٧،٦٢کيلوګرامه هيرويين،١٤،٦٥٠کيلوګرامه مورفين،٨٧٨٢،٤٩١ کيلوګرامه ترياک،٩٩٧،١٦٨ کيلوګرامه چرس،١٢٩٧،٢٤کيلوګرامه جامداواوبلن کيمياوي توکي،٨١٠٤،٦٥٣ ليتره الکولي مشروبات،٢،٠٠٤ کيلوګرامه ښيښه ډوله نشه يي توکي او ٣٨٤ ګرامه تابليټ "کا" شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت ياد مقام د معلوماتو له مخې، ددې نشه يي توکو په تړاو، د ١١ ښځو په ګډون ١٥٣ تنه نيول شوي چې د هغوى نسبتي دوسيې څېړل شوي  او د قانون په رڼا کې تر ٢٠ کلونو بند په جزا محکوم شوي دي.

دا په داسې حال ده چې څه موده مخکې شاوخوا ٣ ټنه راز راز نشه يي توکي او الکولي مشروبات، له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د محکمو د حکم له نهايي کېدو څخه وروسته ، يو مياشت وړاندې هرات ولايت کې محوه او وسوځول شول.

 

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.