ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي : د درقد ٤٠ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو نيول شوې

چارواکي : د درقد ٤٠ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو نيول شوې

author avatar
1 Dec 2015 - 12:57
چارواکي : د درقد ٤٠ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو نيول شوې
author avatar
1 Dec 2015 - 12:57

تالقان(پژواک،١٠ليندۍ٩٤): د تخار چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د درقد ولسوالۍ ٤٠ سلنه خاوره له وسله والو طالبانو څخه بېرته نيولې ده.

 د تېرې مياشتې په وروستيو کې وسله والو طالبانو د تخار ولايت درقد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د ليندۍ په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درقد ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه امنيتي ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دې عملياتو په ترڅ کې تر اوسه درقد ولسوالۍ ٤٠سلنه خاوره بېرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده.

د تيمور په وينا، د يادو عملياتو پرمهال درې امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو هغه د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

د تيمور د معلوماتو له مخې،د يوې لنډې مودې لپاره په درقد ولسوالۍ کې عمليات درول شوي خو ډير ژر به بېرته پيل شي.

هغه وايي چې د تخار والي محمد ياسين ضيا، امنيه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکيمي او د ملي امنيت رييس ډاکټرګلستان هم درقد ولسوالۍ ته د عملياتو په موخه ورغلي دي.

د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکي شېردل هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي.

خو هغه زياته کړه : (( امنيتي ځواکونو په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې ټانکونه درولي له هغه ځايه ډزې کوي، تراوسه يې په درقد کې  ډير کورونه ويجاړ کړي او ګڼ شمېر څاروي يې هم وژلي دي.))

ده له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې دغه ډول ډزې نورې بندې کړي.

وسله والو طالبانو هم په درقد ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته تاييد کړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.