ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: که اسناد افشا کړم حکومت سقوط کوي

ظاهر قدير: که اسناد افشا کړم حکومت سقوط کوي

author avatar
2 Dec 2015 - 15:17
ظاهر قدير: که اسناد افشا کړم حکومت سقوط کوي
author avatar
2 Dec 2015 - 15:17

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي د خپلو مخکنيو څرګندونو د ثبوت لپاره داسې اسناد په واک کې لري چې که يې افشا کړي، حکومت سقوط کوي.

د ولسي جرګې لومړى مرستيال چې شاوخوا دری مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و څو د داعش له ډلې سره مبارزه وکړي، تېره اوونۍ کابل ته راستون شو او د دې جرګې په يوه غونډه کې يې ادعا وکړه چې د داعش ډلې مسوولين په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري.

همداراز ظاهر قدير وويل هغه ادعا چې ګواکې د اردو او پوليسو له لوري په ننګرهار کې د داعش سلګونه غړي وژل شوي ناسمه ده، ځکه د هغه په وينا، داعش وسله وال د نورو کسانو له لوري وژل شوي دي.

خو د ملي امنيت شورا او  کورنيو چارو وزارت د ظاهر قدير دا ادعا له حقيقته لرې وګڼله چې محمداشرف غني د ظاهر قدير د ادعاګانو د څېړنې لپاره پلاوى وګوماره؛ خو د ياد پلاوي ګومارنه د ظاهر قدير او ولسي جرګې يو شمېر غړو له مخالفت سره مخ شوه، هغوى وويل چې دا پلاوى بايد د دولت له دری ګونو قوو څخه جوړ وي او د ملي امنيت شورا د مشر محمدحنيف اتمر دنده بايد وځنډېږي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم د ظاهر قدير پر څرګندونو نيوکې وکړې او له هغه يې د اسنادو وړاندې کولو غوښتنه وکړه؛ خو قدير ويلي دي که خپلې څرګندونې ثابتې نه کړي، استعفا ورکوي.

ظاهر قدير په نننۍ غونډه کې له يوې سي ډي کېسټې سره دې جرګې ته حاضر شوى و او ويل يې چې په دې سې ډي کې داسې اسناد شتون لري"که رسوا يې کړم حکومت سقوط کوي؛ زه سقوط نه غواړم، زه د خلکو سوکالي غواړم."

خو نوموړي وويل چې هغه ياد اسناد داسې سيستم ته ورکوي چې د ارزونې توان يې ولري، نه هغه کمېسيون ته چې د ولسمشر له لوري ګومارل شوى دى.

نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو د مشرتابه په کچه کې د سمون غوښتونکى دى او هېڅکله يې د امنيتي ځواکونو کمزورتيا لپاره کوم کار نه دى کړى او نه به يې هم وکړي.

هغه د نن ورځې په خبرو کې د ننګرهار په شينوارو ولسواليو کې  د دولت وسله والو مخالفينو پر وړاندې له ولسي پاڅونونو ملاتړ اعلان کړ او ويې ويل چې د دغو ځواکونو په رامنځ ته کولو کې هغه نقش درلود.

نوموړي وويل چې د دغو ولسي ځواکونو په جوړولو سره، په شينوارو کې د تېرو څلورو مياشتو په پرتله امنيتي وضعيت ٨٠ سلنه سم شوى دى.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال له حکومته غوښتنه وکړه چې په شينوارو کې له ولسي پاڅونونو ملاتړ وکړي او هغوى د هېواد امنيتي ځواکونو په اډانه کې تنظيم کړي؛ ځکه ولسي پاڅونونه کولی شي چې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ امنيت ټينګ کړي.

هغه وويل چې له ولسي پاڅونونو بايد د هېواد په کچه ملاتړ وشي؛ ځکه دا پاڅونونه د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لامل ګرځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.