ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې سلګونه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کېږي

نيمروز کې سلګونه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کېږي

author avatar
2 Dec 2015 - 18:37
نيمروز کې سلګونه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى کېږي
author avatar
2 Dec 2015 - 18:37

زرنج (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د نيمروز والي وايي چې په راتلونکي کې به په دغه ولايت کې پنځه  سوه سيمه ييز پوليس ځاى پر ځاى او سرحدي پوليس به تجهيز  شي .

 د نيمروز والي محمد سميع چې په دې وروستيو کې له کابل څخه راستون شوى، وايي چې په کابل کې يې د ولسمشر اشرف غني او يو شمېر وزيرانو په ګډون له حکومتي چارواکو سره ليدلي ، د کابينې په ناسته کې يې هم ګډون کړى او هغوى د امنيتي، بيارغونې، پوهنې او...په برخو کې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې په دغه ولايت کې هيڅ سيمه ييز پوليس شتون نه لري ، يوازې د پوليسو دوه امنيتي حوزې شته او د غوره امنيت د ټينګښت په موخه سيمه ييزو پوليسو او ډېرو امنيتي حوزو ته اړتيا ده.

 محمد سميع چې سږ کال اوړى مهال د نيمروز د نوي والي په توګه ټاکل شوى، وويل ، د کورنيو چارو وزارت ژمنه کړې چې د وزارت په چوکاټ کې به پنځه سوه سيمه ييز پوليس او دغه راز د نيمروز امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې به دوه نورې امنيتي حوزې هم رامنځته کړي.

 والي زياته کړه، چې سيمه ييز پوليس به په خاشرود او چهاربرجک ولسواليو کې ځاى پر ځاى شي، خو نېټه يې څرګنده نه کړه.

سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې په خپلو سيمو کې د امنيت د ټينګښت دنده لري دوى په هغو سيمو کې په دندو ګومارل کېږي چې د ملي پوليسو شتون په کې کم وي.

د دغه ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو يوه لوا مېشته ده، چې د دلارام-خاشرود لويې لارې د امنيت د ټينګښت مسووليت لري، خو په دغه ولايت کې امنيتي مسووليتونه تر ډېره د ملي پوليسو پر غاړه دي.

محمد سميع څرګنده کړه، چې دغه راز به د سرحدي پوليسو شمېر زيات او دوى به لا ډېر سنبال شي.

 نيمروز له ايران سره ٢٣٠ کيلومتره ګډه پوله لري، چې ٨٥ کيلومتره يې پرانيستې ده او په يادو سيمو کې امنيتي پوستې شتون نه لري.

 دغه راز نيمروز له پاکستان سره هم ٢٢٠ کيلومتره ګډه پوله لري چې ١٨٥ کيلومتره يې پرانيستې ده.

 د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي او سرحدي پوليس، له يادو دوه هېوادونو سره د پولو په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو لپاره د پوره تجهيزاتو او پوستو کمښت يو ګواښ بولي او وايي  چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي او وسله وال مخالفين له دغو تشو څخه په ګټې ايران  ته نشه يي توکي لېږدوي او دغه راز وسله وال مخالفين امنيت ګډوډوي.

 سيمه ييز چارواکي وايي چې نشه يي توکي تر ډېره له سوېلي ولايتونو څخه نيمروز او له دغه ولايت څخه ايران او بيا اروپا ته قاچاق کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.