ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې کورنيو شاتو د بهرنيو شاتو ځاى نيولى

په باميانو کې کورنيو شاتو د بهرنيو شاتو ځاى نيولى

author avatar
2 Dec 2015 - 11:51
په باميانو کې کورنيو شاتو د بهرنيو شاتو ځاى نيولى
author avatar
2 Dec 2015 - 11:51

باميان (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): سږ کال په باميانو کې څه باندې ١١ ټنه شات (عسل) چې ارزښت يې تر ٩ ميليونه افغانيو لوړ دى، ترلاسه شوي او ډېرى خلک کورني شات کاروي چې د ښه کيفيت له مخې يې د بهرنيو شاتو ځاى يې نيولى دى.

د باميانو د کرنې چارواکي وايي چې ٤٠٠ نارينه او ٣٠٠ ښځې د شاتو مچۍ لري چې تر ټولو په زړه پورې شات له طبيعي ګلونو او شاوخوا دوه زره صندوقه مچيو څخه ترلاسه شوي دي.

د باميانو د کرنې ادارې مشر انجنير محمدطاهر عطايي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مچۍ لرونکي د ولايت په مرکز او کهمرد، پنجاب، شيبر او ورث ولسواليو کې تر يوه چتر لاندې په يوه ټولنه او کوپراتيف کې فعاليت لري.

هغه زياته کړه چې سږ کال يې ١١ ټنه او ٣٠٠ کيلو شات ترلاسه کړي چې يو کيلو يې د هغو نوعيت او کيفيت ته په پام سره له ٧٠٠ نه تر زرو افغانيو پورې پلورل کېږي او ښه بازار يې موندلى دى.

د دې محاسبې له مخې، د دې اندازې شاتو بيه څه باندې ٩ ميليون افغانيو ته رسېږي.

د کرنې مشر زياته کړه چې تېر کال له دې امله چې کوپراتيف نه و جوړ شوى، شمېره يې نه درلوده، خو بيا هم د سږ کال حاصلات د تېر کال په پرتله په احتمالي ډول دوه چنده شوي دي.

هغه وويل: ((مچۍ ساتل يو داسې کسب دى چې د مېوو د محصولاتو پر لوړوالي يې هم اغېز کړى او کله چې مچۍ د مېوو له ګلونو ګرد وڅنډي، نو حاصلات يې لوړېږي.))

شات (عسل) يو ډول خوندوره او روغتيا ته  ګټوره ماده ده چې د شاتو مچيو په وسيله له طبيعي او مېوو له ګلانو تر تعذيې وروسته ترلاسه کېږي.

د شاتو مچيو لرل او د شاتو توليدول د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شاتو مچيو د لرونکو په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د عايد يوه غوره سرچينه جوړوي.

د باميانو د مرکز فولادي سيمې اوسېدونکې خديجې وويل: ((مچۍ ساتل کوم سخت کار نه دى، اسانه دى او موږ  د خپل کور شا ته ځمکو کې صندوقونه اېښي او شات ترې اخلو.))

دا مېرمن چې پنځه ماشومان لري او خاوند يې کروندګر دى، وايي چې له څلورو کلونو راهيسې يې دری صندوقه مچۍ له بازاره پېرلې چې اوسمهال ١٨ صندوقو ته رسېدلې او سږ کال يې د شاتو د پلور له اړخه ٨٠ زره افغانۍ ترلاسه کړې، هر صندوق تر ٦٠ زرو پورې مچۍ لري چې بيه يې پنځه سوه زره کېږي.

هغه زياته کړه چې ډېر شات ورنه د سيمې خلک پېري او دا کسب د کورني اقتصاد په پياوړتيا کې اغېزناک ثابت شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.