لښکرګاه (پژواک، ۱۱ ليندۍ ۹۴): په هلمند کې د شاتو مچيو روزنې د پام وړ وده کړې ده او له همدې امله سږ کال په دغه ولایت کې ١٣ ټنه شات توليد شوي دي.
په هلمند کې شاوخوا دوه کاله وړاندې د کارډف (د کرنې د ودې او د کليو پراختيا پروګرام) موسسې له خوا د دغه ولايت يو شمېر بزګرانو ته د شاتو مچۍ ووېشل شوې.
له همدې امله نن د هلمند په بست پوهنتون کې د شاتو يو نندارتون هم جوړ شوی و.
د يادې موسسې مشر بريالي هلمند پژواک خبري اژانس ته وويل چې په نندارتون کې د مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک، مارجې، ناوې او ځينو نورو ولسواليو بزګرانو خپل د شاتو توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
دى وايي چې دغه نندارتون د يوې ورځې لپاره دى او شاوخوا ٧٠ بزګرانو په کې خپل د شاتو توليدات نندارې ته وړاندې کړي.
د هلمند د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د شاتو مچيو په دغه ولايت کې ښه وده کړې ده.
هغه وايي چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په دغه ولايت کې ١٣ټنه شات توليد شوي دي.
هغه زياته کړه: ((يو شمېر بزګرانو د شاتو توليداتو په اړه موږ ته خپل معلومات نه دي راکړي نو کېداى شي له دې هم د شاتو توليد ډېر وي.))
د نومړي په وينا، د شاتو پلورولو په برخه کې دمګړۍ هېڅ ډول ستونزې نشته او شات په چټکۍ سره پلورل کېږي.
د بُست پوهنتون استاد محمدهاشم نوراني پژواک ته وويل چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه اساسې موخې د شاتو مچيو د روزولو لپاره د بزګرانو هڅونه او شاتو ته د بازار موندل دي.
هغه زياته کړه: ((هلمند د شاتو مچيو د روزلو لپاره ډېر مهم او ښه ولايت دى.))
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ يوه بزګر تورجان پژواک ته وويل چې دوه کاله وړاندې يې دوه صندوقه د شاتو مچې درلودې خو اوس يې شمېر نهو صندقونو ته لوړ شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن