ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لعل و سرجنګل کې ښوونځى سوځول شوی

په لعل و سرجنګل کې ښوونځى سوځول شوی

author avatar
3 Dec 2015 - 14:05
په لعل و سرجنګل کې ښوونځى سوځول شوی
author avatar
3 Dec 2015 - 14:05

فيروزکوه (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٤): د غور ولايت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې يو ښوونځى سوځېدلى چې له امله يې دوه درسي خونې، دوه سوه ټوکه کتابونه او ځيني نور وسايل له منځه تللي دي.

د يادې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونيار حسين معاون، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د (کته چشمه) منځنی ښوونځى تېره شپه د ناپېژاندو وسله والو له خوا سوځول شوى دى.

هغه زياته کړه چې په پېښه کې دوې خونې، دوه سوه ټوکه کتابونه او يو شمېر مېزونه او څوکۍ سوځېدلي دي.

معاون وويل چې که پوليسو د ځايي خلکو په مرسته اور نه واى مړ کړى، نو ښوونځي ته به يې ډېر زيان اړولى و.

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ اجرايي امر محمد ظاهر رستمي وايي چې په دې پېښه کې د ښوونځي اداري ودانۍ او تحويلتون چې ٩ تولګي لري، ويجاړ شوي دي.

هغه وويل چې دا ګډ منځنی ښوونځى دری کاله وړاندې د جاپان په مرسته په اساسي ډول جوړ شوى چې په کې ٤٠٠ نجونې او هلکان درس وايي او اوسمهال له کلنيو رخصتيو تېرولو وروسته رخصت شوي دي.

د لعل و سرجنګل ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، ځايي خلکو ويلي چې ښوونځى د دولينه ولسوالۍ پولې ته نږدې موقعيت لري او په دولينه ولسوالۍ کې د فعالو طالبانو له خوا سوځول شوى دى.

خو د يادې ولسوالۍ اجرايي امر وويل چې د پېښې عاملان لا هم نا څرګند دي او په اړه يې څېړنې پيل شوې.

طالبان همېشه د ښوونځيو د سوځېدو پېښو کې خپله ښکېلتيا رد کړې او ويلي يې دي، ځيني کسان د ښوونځيو د سوځولو لپاره د دوى له نومه ګټه اخلي چې دوى به ورسره قانوني چلند وکړي.

لعل و سرجنګل د غور له لرې پرتو  او نا امنو ولسواليو څخه ده. دا لسوالۍ له باميانو ولايت سره ګډه پوله لري او لومړى ځل دى چې ښوونځى په کې سوځول کېږي.

په دې ولسوالۍ کې ٧٢ښوونځي شته چې ٢٨ يې ودانۍ لري او د ١٥ زره نجونو په ګډون په کې څه باندې ٣٢ زره زده کوونکي درس وايي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.