ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

کونړ کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه

author avatar
3 Dec 2015 - 16:48
کونړ کې د امنيتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وشوه
author avatar
3 Dec 2015 - 16:48

اسعد اباد، کلات (پژواک،١٢ليندۍ٩٤): د کونړ ولايت د شيګل او شلطن ولسواليو لسګونو قومي مشرانو له امنيتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او د زابل د پوليسو له روزنيز مرکز څخه سل تنه فارغ شول.

د کونړ ولايت چارواکو او د شيګل او شلطن ولسواليو لسګونو قومي مشرانو د ليندۍ په ١٢مه ګډه غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د شيګل ولسوالۍ قومي مشر علي الرحمن وويل، په ولسوالۍ کې ټول ولسونه له دولت او امنيتي ځواکونو سره همکار  دي.

هغه زياته کړه، شيګل يوه د امن او سولې ولسوالۍ ده چې په ټولو سيمو کې يې ښوونځي فعاله دي.

د ده په وينا، د شيګل ولسوالۍ ځوانان د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په ليکو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.

دى وايي: ((موږ چمتو يو چې خپل ځوانان نور هم د امنيتي ځواکونو په ليکو کې شامل کړو.))

د شلطن ولسوالۍ قومي مشر عجب خان وويل، دولت دې د دې ولسوالۍ چې نوې جوړه شوې، د قوم په خوښه په يوه مناسب ځای کې د ودانۍ جوړولو تابيا وکړي.

د شلطن ولسوالۍ چې تازه له شيګل ولسوالۍ نه بېله شوې او د کونړ ولايت پنځلسمه ولسوالۍ ده، د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده.

نوموړي زياته کړه: ((زموږ ولسوالۍ چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، د ناامنۍ ستونزې په کې ډېرې دي.))

ده هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوي او په دې برخه کې مرستې ته چمتو دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي وويل، په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه د خلکو ملاتړ اړين دى.

ده زياته کړه: ((موږ په همدې خاطر ولسواليو ته سفرونه پيل کړي، چې له قومي خلکو سره له نږدې وګورو او د هغو خلکو چې له دولت سره يې فاصله پيدا شوې، د قومي مشرانو په مرسته د خبرو  شته واټن له منځه يوسو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.