ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګرديز ښار د پاکونې په موخه حشر وشو

د ګرديز ښار د پاکونې په موخه حشر وشو

author avatar
4 Dec 2015 - 13:29
د ګرديز ښار د پاکونې په موخه حشر وشو
author avatar
4 Dec 2015 - 13:29

ګرديز(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د پکتيا ولايت دولتي چارواکيو او اوسيدونکو د ګرديز ښار د پاکونې په موخه په عمومي حشر کې ګډون وکړ.

د پکتېا  مرستيال  والي عبدالولي سهي د حشر پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر دې وروسته به هره  مېاشت دوه ځلې د عامو خلکو پر مټ د ښار  د پاکوالي حشر تر سره کيږي.

سهي وايي چې د ښار په پاکونې کې بايد عام خلک له حکومت سره پوره ونډه واخلي.

هغه زياته کړه : (( د ښار د پاکونې په موخه موږ له خپلو ټولو امکاناتو کار اخلو.))

د ګردېز ښار اوسيدنکي رحمان ګل پژواک ته وويل خلک حاضر دي چې د ښار پاکونې په برخه کې له حکومت سره اړيني مرستې وکړي.

نوموړی وايي دنورو ښارونو په پرتله دګردېز ښار ته ډير کار ندی شوی او دښاريانو لپاره پکې اسانتياوى نشته.

دی وايي که وخت په وخت دښار د پاکوالي لپاره داسې پرګرامونه په لاره واچول شي نو دښار بڼه به بدله شي.

دغه راز د ګرديز ښاروال سيد احمد صافي پژواک ته وويل چې د ښار پاکونې په موخه به دغه ډول پروګرامونو ته ادامه ورکړي.

هغه وويل چې د ګرديز ښار د ښکلا په موخه به په راتلونکي کال کې د ٩٠ ميليونه افغانۍ په لګښت بيلابيلې پروژې پلې کړي.

ده وويل چې اوس يې هم د ګرديز ښار په بيلابيلو سيمو کې د لارو پخول پيل کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.