ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه :د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله د ‌طالبانو نوی مشر ټاکل شوی

سرچینه :د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله د ‌طالبانو نوی مشر ټاکل شوی

author avatar
4 Dec 2015 - 21:40
سرچینه :د ملا منصور تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله د ‌طالبانو نوی مشر ټاکل شوی
author avatar
4 Dec 2015 - 21:40

کابل ( پژواک، ۱۳ لیندۍ ۹۴ ) : طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې د ملا اختر منصور تر وژل کیدو وروسته ملا هیبت الله د طالبانو نوی سرپرست مشر ټاکل شوی ، خو د طالبانو ویاند  دا موضوع  په کلکه ردوي.

طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ملا اختر منصور دوه ورځې مخکې د پاکستان د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار اړونده د د کچکلاک په سیمه د طالبانو خپلمنځي شخړې پر مهال په ډزو سره ټپي او وروسته یې ساه ورکړه، ویل کیږي چې ملا اختر منصور د طالبانو دیوه بل مشر ملا عبدالله لیدنې ته ورغلی و، چې د لیدنې پر مهال ددوی ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه.

راپورونه وایي چې په دې نښته کې د ملا عبدالله سرحدي او پنځه نورطالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو ته یادې نږدې سرچینې د لیندۍ په ۱۳مه، پژواک ته وویل چې طالبانو په بیړنۍ توګه ملا هیبت الله اخوندزاده د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د سرچینې د معلوماتوله مخې طالبانو خپلو ټولو والیانو، ولسوالان، نظامي مسوولینو او قوماندانو ته د ملا اختر منصور د ټپي کیدو په اړه خبر ورکړی او  ورته یې ویلي چې دهغه درملنه اته میاشتې وخت نیسي، ځکه نو ملا هیبت الله د هغه ځای ناستی ټاکل شوی دی.

سرچینه وایي، ملا اختر منصور تر ټپي کیدو وروسته روغتون ته په لاره یې ساه ورکړې او دا چې د هغه مړینه د طالبانو روحیه کمزورې نه کړي، نو طالبانو دا خبره پټه ساتلې ده.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ملا اختر منصور، ټپي کیدل او د نوي مشر په توګه د ملا هیبت  الله ټاکل کیدل رد کړل.

ملا اختر منصور پنځه میاشتې مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مړینې وروسته د طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.

بلخوا دافغانستان اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ویلي چې دوی د ملا اختر منصور له مړینې خبر شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.