کابل(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): افغان ولسمشر وايي چې له تيرو څلويښتو کلونو راهيسي پاکستان له افغانستان سره په يوې نا اعلان شوي جګړې بوخت دى.
ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې د پنجنشبې په ماسپښین په برلین کې د کوبر په څېړنیز بنسټ کې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې اکثر ګډونوال یې د المان حکومت لوړ پوړي چارواکي او د هغه هېواد د پارلمان غړي وو.
په اعلاميه کې راغلي چې غني له ترهګرۍ سره د مبارزې د څرنګوالي، ګډو ګواښونو، په اروپا کې د افغان کډوالو د وضعیت، د سولې د پروسې او اقتصادي مسایلو په هکله خبرې وکړې.
ولسمشر وویل : (( تېر کال زموږ کوښښونه د هغه وضعیت د رامنځته کېدو د مخنیوي لپاره وو، چې طالبانو او ملاتړو یې غوښتل په افغانستان کې دوه سیاسي جغرافیې رامنځته کړي او موږ اړ کړي، چې د ذلت سولې ته غاړه کېږدو، خو موږ اجازه ورنه کړه چې دښمن دغې موخې ته ورسېږي.))
هغه زیاته کړه: (( په دې لاره کې مو ډېرې قربانۍ ورکړې ولې دا سرښندنې د وطن دوستۍ هغه قېمت دی چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو ورکړ او موږ پرې ویاړو.))
دغه راز ولسمشر غني د هغو اقتصادي پروژو په هکله چې له افغانستان څخه تېرېږي او مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي وویل، دا پروژې اوس له پلان جوړونې څخه د تطبیق پړاو ته رسېدلې دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، اکثریت افغانان غواړي په هېواد کې پاتې شي او د افغانستان حکومت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه کوښښ کوي، داسې زمینه برابره کړي، چې هغوی په افغانستان کې پاتې شي او له افغانستان څخه د وتلو اړتیا احساس نه کړي.
ده وويل چې افغانستان په یوازېتوب دا کار نشي کولی ، ځکه جرمي ډلې له قاچاقبرو شبکو او ترهګرو سره په ګډه د انسان د قاچاق په خاطر له افغانستان څخه دباندې فعالیت کوي.
ده وويل : (( پاکستان له۱۴ کالو او په غالب ګومان ان له۴۰ کالو راهیسې له افغانستان سره په یو نا اعلان شوي جنګ کې قرار لري.))
جمهور رئیس څرګنده کړه، له اکسیجن وروسته د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده، خو د ذلت سوله هیڅ وخت نه مني او د افغانستان د اساسي قانون لومړی او دویم څپرکي هغه بنسټیزې کرښې دي، چې په هغو به بحث ونشي.
د یادونې وړ ده چې کوبر بنسټ د المان له مهمو علمي او څېړنیزو بنسټونو څخه دی چې پخوا هم د نړۍ د وتلو شخصیتونو کوربه وو
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن