ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سيداباد ولسوالۍ کې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

په سيداباد ولسوالۍ کې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
4 Dec 2015 - 11:29
په سيداباد ولسوالۍ کې ١٦ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
4 Dec 2015 - 11:29

ميدان ښار(پژواک،١٣ليندۍ٩٤): د ميدان وردګ ولايت د سيداباد ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې پر يوه جومات د ملي اردو د توغندي د لګيدو له امله لس ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د ميدان وردګو ولايت د دايميرداد ولسوالۍ پخواني ولسوال حاجي فضل ربي د ليندۍ ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( د سيد اباد ولسوالۍ قومي مشران د وتړي کلي په جومات کې سره را ټول شوي وو چې د ملي اردو له پوستې پرې د هاوان مرمۍ وتوغول شوه.))

هغه وايي چې د ياد توغندي د لګيدو له امله د ماشومانو په ګډون لس تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې د توغندي د لګيدو دليل تر اوسه نه دى روښانه شوى خو ډيرى وخت د ملي اردو له پوستې څخه د وتړي پر کلي ډزې کيږي.

د هغه په وينا د سيمي اوسيدونکي غواړي چې د وژل شويو کسانو جسدونه د ميدان وردګ ولايت مقام مخې ته انتقال کړي.

د د دې ولايت يو بل اوسېدونکى حيات الله حليم هم پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخې د ١١بجو په شاوخوا کې د ملي اردو د هاوان يوه مرمې د کلي پر جومات لګېدلې ده.

هغه وايي چې په دې توغنديز بريد کې لس تنه وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

هغه وويل چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او د وژل شويو کسانو د جسدونو کاروان په لار کې دى ترڅو دميدان وردګو ولايت مقام ته يوسي.

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ يوې سرچيني پژواک ته ومنله چې د هاوان يوه مرمې د وتلي کلي پر جومات لګېدلې ده.

خو هغه ونه ويل چې دغه توغندى د چا لخوا توغول شوى دى.

هغه وايي چې سيمې ته د پلټنو په موخه يو پلاوى استول شوى دى ترڅو حقيت معلوم کړي.

د ميدان وردګو ولايت امنيتي چارواکيو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.