ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې زرګونه ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي

author avatar
4 Dec 2015 - 15:41
author avatar
4 Dec 2015 - 15:41

ښرنه(پژواک،١٣لېندۍ٩٤): د پکتيکا ولايت د يو شمير سيمو اوسيدونکي وايي چې زرګونه ماشومان د ګوزڼ له واکسين څخه پاتې دي.

د پکتيکا د وازیخوا ولسوالۍ اوسېدونکي سيد ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په دې ولسوالۍ کې دورستيو نا امنيو له امله زرګونه ماشومان له واکسين څخه پاتي شوي دي.

نوموړی زياتوي،(( دوازيخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لاري دناامنيو له امله له تيرو دريو مياشتو را په دېخوا تړل شوي دي، چې له امله يې د واکيسن ټيمونه نه شي ورتللى.))

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ په لويو لارو کې ماينونه ځاى پرځاى شوي چې بايد دغه لار پاکه شي.

دغه راز د پاکستان هيواد له وزيرستان سيمي څخه د پکتيکا برمل ولسوالۍ ته راستانه شوي ګډوال هم وايي چې د دوى په سيمه کې ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين نه دى شوى.

د دې ګډوالو له ډلې څخه صفت الله پژواک ته وويل : (( روان کال په خلاصيدو دى خو تراوسه پورې دلته چا واکسين نه دى راوړى.))

هغه له اړوندو چارواکيو نه غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کې د ماشومانو د واکسين لپاره لاس په کار شي.

خو د پکتيکا د واکسين د برخې مشر ډاکتر عظيم پژواک ته وويل چې د دې ولايت ټولو ولسواليو ته يې د واکسين کولو ډلې استولي دي.

هغه زياته کړه : (( زه به پلټنې وکړم چې ولى وازيخوا او برمل ولسواليو ته د واکسين ډلې نه دي نه تللي.))

بلخوا دپکتیکا د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ابرهیم پژواک ته وويل چې  تراوسه دوی ته له سیمي څخه پدې اړه معلومات ندي رسیدلي، خو په اړه به يې پپلټنې وکړي.

په پکتيکا کې د عامې روغتيا رياست د چارواکيو د معلوماتو له مخې د سږ کال په اوږدو کې په دې ولايت کې د پوليو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.