ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ځوانانو د پارکونو په پاکولو او نيالګيو کرلو د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله

د کابل ځوانانو د پارکونو په پاکولو او نيالګيو کرلو د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله

author avatar
5 Dec 2015 - 11:49
د کابل ځوانانو د پارکونو په پاکولو او نيالګيو کرلو د رضاکارانو نړيواله ورځ ونمانځله
author avatar
5 Dec 2015 - 11:49

کابل، د قوس ۱۳مه، ۱۳۹۴— د رضاکارانو د نړيوالې ورځ د نمانځني په پلمه ۲۰۰ ځوانانو نن په احمد شاه بابا مېنه کې د پاکونې او نيالګو کرنې يو کمپاين پلی کړ او پدې کار سره يې يو روښانه پيغام ولېږداوه، چې هر څوک د خپلو کوچنيانو، کورنيو او کاونډيو د هوساینې لپاره خپلې کوڅې او پارکونه په ‌ډېرې اسانۍ پر پاکو او اوسېدو وړ ځايونو بدلولای شي.

د چاپېريال ساتنې او رضاکارۍ دا چاره د احمد شاه بابا مېنې د ځوانانو ټولنې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه پرمخ بوتله.

رضاکارانو په احمد شاه بابا مېنه کې دوه ستر پارکونه پاک کړل، شاوخوا ۲۰۰ نيالګي يې وکرل او د چمن لپاره يې تخم وشينده چې دا به د کوچنيانو او ځوانانو لپاه د ساتېرۍ يو غوره چاپېريال او مصؤنه ساحه رامنځته کړي. دې کمپاين د کاونډيو ساحو ځوانان هم وهڅول چې خپلې کوڅې او پارکونه پاک کړي.

ښاغلي کمال سادات، د ځوانانو چارو معين، پدې اړه وويل، “هغه څه چې موږ يې نن شاهدان يو د دې ښکارندويي کوي چې زمونږ ځانان د دې وړتيا لري چې يو ټولنيز تغيير رهبري کړي.”

 “دا چاره بايد خلک تقليد کړي کړي او د کابل په نورو سيمو کې يم هم پلې کړي،” دا خبره ښاغلي ولي مدقق، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې معين، وکړه او زياته يې کړه: “په يوازې يوه ورځ کې رضاکاران خپل چاپېريال د راتلونکو څو کلو لپاره بدلولای شي.”

محبت الله شېرزاد، د احمد شاه بابا مېنې د ځوانانو ټولنې رييس، وويل، “د رضاکارانو نړيواله ورځ مونږ ته دا فرصت په لاس راکوي چې عامه ساحې پاکې کړو او خلکو ته د ناستې او لوبو لپاره يو ښه محيط برابر کړو.”

“د ځوانانو لخوا د دا ډول فعاليتونو پرمخ وړل د دې ښکارندويي کوي چې د افغانستان راتلونکی به د همدغو خلکو په هڅو ښېرازه کېږي،” دا وينا ښاغلي ډګلاس کې،‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام رييس، وکړه او زياته يې کړه:‌ “په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام تل دې ته چمتو دی چې داسې فعاليتونه حمايه کړي چې د ځوانانو قوت او رضاکاري سره ګډوی.”

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.