ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ٧٤ پروژو څخه به له ١٤٠زرو زياتو کسانو ته کاري زمينه برابره شي

له ٧٤ پروژو څخه به له ١٤٠زرو زياتو کسانو ته کاري زمينه برابره شي

author avatar
5 Dec 2015 - 20:21
له ٧٤ پروژو څخه به له ١٤٠زرو زياتو کسانو ته کاري زمينه برابره شي
author avatar
5 Dec 2015 - 20:21

کابل (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٤): د هېواد په ١٨ ولايتونو کې به له ٧٤ عام ګټو پروژو څخه ١٤٠زره کسان برخمن شي.

د دغو پروژو قرارداد، نن د کليو د پراختيا او د ولايتونو د پراختيايي شوراګانو تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

په دغو پروژو کې د استنادي دېوالونو جوړول، د اوبو لګونې کانالونه، سربندونه، پلونه او پولګوټي شامل دي چې استنادي دېوالونه له سېلابونو څخه د مخنيوي په برخه کې مهم رول لري.

د کليو د پراختيا وزير نصيراحمد دراني وويل، د دغو پروژو کار به په نږدې راتلونکي کې پيل او له درېيو مياشتو څخه به تر يوه کال پورې وخت ونيسي، چې له ١٤٠زره به ډېر کسان ترې برخمن شي.

هغه زياته کړه، دغه پروژې د ٢٣٠ ميليونو افغانيو په لګښت په کابل، بلخ، سمنګان، بغلان، بدخشان، پنجشېر، غور، باميان، لغمان، تخار، لوګر، پکتيا، جوزجان، کونړ، نورستان، ميدان وردګ، دايکنډي او سرپل کې عملي کېږي.

دراني زياته کړه، د ٦٧ پروژو لګښتونه د اسيا پراختيايي بانک او د پاتې نورو يې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.

د کليو او پراختيا وزير وايي، د دغو پروژو پر مټ به زرګونه کسانو ته کاري زمينه برابره شي.

هغه وويل، دغه وزارت کلنۍ ٣٨٩ ميليون ډالره پراختيايي بوديجه لري چې تر اوسه پورې يې له ٢٧٠ ميليونو څخه زياته بوديجه لګولې ده.

دراني په راتلونکي اونۍ کې "د سولې لپاره د کارموندنې ملي پروګرام" له پيل هم خبر ورکړ او ويې ويل، دغه وزارت به ياد پروګرام په کونړ، ننګرهار، لغمان، کندوز، بلخ، فارياب، جوزجان، خوست، کندهار، هرات او فراه کې پيل کړي.

وزير زياته کړه، په همدې موخه يې په خپل ټاکلي وخت سره د کار د پيل لپاره يې په دې وروستيو کې له پوهنتونونو او لوړو او نيمه لوړو زده کړو څخه ٤٣٠ فارغ شوي محصلين استخدام کړي او هغوى يې ولايتونو ته لېږلي، څو له پراختيايي شوراګانو، ولسوالانو او خلکو سره وګوري.

هغه څرګنده کړه، چې د دغو پروژو د کار په پيل سره به له ٢٠٠زره څخه زياتو کسانو ته پنځه ميليونه کاري ورځې برابرې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.