ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند جلال اباد کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړوي

هند جلال اباد کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړوي

author avatar
5 Dec 2015 - 15:43
هند جلال اباد کې د کرکټ نړيوال لوبغالی جوړوي
author avatar
5 Dec 2015 - 15:43

جلال اباد (پژواک، ۱۴ ليندۍ ۹۴): د ننګرهار چارواکي وايي چې د هند قونسل ورسره د کرکټ لوبغالي جوړېدو تر څنګ د ګڼو پروژو  د تطبيق ژمنه کړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي سليم خان کندوزي نن په دغه ولايت کې د هند له قونسل دهندرا سنګ سره ليدنه کتنه وکړه.

د والي وياند وايي: ((د هند قونسل په جلال اباد کې د کرکټ د يوه لوبغالي د جوړولو تر څنګ په ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د دريو لويو پلونو او يو شمېر پروژو د پلې کېدو ژمنه وکړه.))

د والي وياند وايي چې دا ژمنه د والي سليم خان کندوزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.

هغه وايي کندوزي د هند له دغه استازي وغوښتل چې د نجونو ښوونځيو ودانيو په جوړولو او رغونه کې دې هم ورسره مرسته وکړي.

د والي د وياند په وينا، په ننګرهار کې د هند قونسل د ولايت مقام د ښو اړيکو له امله د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه .

نوموړي ژمنه وکړه چې د يادو ټولو پروژو غوښتنليکونه به له اړوند سفارت سره د مياشتنۍ غونډې په ترڅ کې شريک او ډاډ يې ورکړ چې د منظورۍ په موخه به يې جدي هڅې وکړي.

د خوږياڼي په خبره، د هند قونسل ژمنه وکړه چې سږ کال د ننګرهار يو شمېر ځوانان هم د لوړو زده کړو لپاره هند ته لېږي.

خوکره شمېره يې مشخص نه کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.