ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د سيداباد پېښه څېړي

ولسي جرګه د سيداباد پېښه څېړي

author avatar
5 Dec 2015 - 16:05
ولسي جرګه د سيداباد پېښه څېړي
author avatar
5 Dec 2015 - 16:05

کابل (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بريد وغانده او د جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته يې دنده ورکړه چې دغه موضوع وڅېړي.

د سيمې ځيني خلک وايي چې تېره ورځ له غرمې مخکې د سيداباد ولسوالۍ  په اوتړي کلي کې د ملي اردو د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله  د ماشومانو په ګډون شاوخوا لس ملکي وګړي ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

تېره ورځ د ميدان وردګو والي اړوندو ارګانونو ته امر وکړ چې دغه موضوع وڅېړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي انجنير شېرولي وردګ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې وويل: "متاسفانه بايد ووايم زموږ ۹ تنه هېوادوال په بې رحمۍ سره وژل شوي، دغه کسان داعش نه، طالب نه، بلکې زموږ ملي اردو کسانو وژلي چې ډېر د افسوس ځای دی او بايد د دې وژنې اصلي علت معلوم شي."

د ده په وينا، د ملي اردو په ليکو کې داسې کسان شته چې نه غواړي د افغانستان د خلکو تر منځ ورورولي او اتفاق شتون ولري او په دغه کار سره غواړي چې د خلکو او دولت تر منځ واټن رامنځته کړي.

وردګ وويل: "موږ له ارګ، امنيتي ارګانونو پوره ناهيلي يو، زموږ او زموږ د ولس د عدالت غوښتنې يواځينی ځای ولسي جرګه ده، مو غواړو چې ولسي جرګه د دې پېښې د څېړنې په موخه پلاوی وټاکي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي."

د دې جرګې بل غړي حميدزي لالي  وويل: "زه نه پوهېږم چې ولې زموږ ملکي وګړي تل د جګړې قرباني ګرځي، د ولسي جرګې له اداري پلاوي زما غوښتنه دا ده چې د دې پېښې د څېړنو په موخه يو پلاوی وټاکي."

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه بايد د ملکي وګړو د سر، مال  او ناموس ساتنه وکړي؛ نه دا چې ويې وژني.

په ياده جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد عارف رحماني هم ياده پېښه وغندله او د قربانيانو له کورنيو سره يې خپله غمشريکي وښوده.

رحماني وويل: "په ميدان وردګو کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د ملګي خلکو وژل يوه ډېره جدي موضوع ده، دغه موضوع بايد وڅېړل شي او د دغه جنايت عاملينو ته سخته سزا ورکړل شي."

هغه زياته کړه، که چېرې په راتلونکي کې د دې ډول بريدونو مخه ونيول شي نو د حکومت او خلکو تر منځ به واټن زيات شي.

د ولسي جرګې دويم مرستيال نذيز حمداحمدزي چې د نننۍ ناستې مشري يې کوله، د جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته  دنده وسپارله تر څو د يادو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه کره څېړنه وکړي او د څېړنو لپاره  يو پلاوی سيمې ته واستوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.