ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د خپل مشر غږيز پيغام خپور کړ

طالبانو د خپل مشر غږيز پيغام خپور کړ

author avatar
6 Dec 2015 - 10:54
طالبانو د خپل مشر غږيز پيغام خپور کړ
author avatar
6 Dec 2015 - 10:54

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا اخترمحمد منصور غږيز پيغام خپور کړى چې هغه په کې د خپل مرګ او يا د ټپي کېدو په اړه اوازې رد کړې دي.

تېره اونۍ د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله او ځينو نورو دولتي سرچينو، د طالبانو په خپلمنځي شخړه کې د ملا منصور د ټپي کېدو خبر ورکړى و.

دغه راز طالبانو ته ځينو نږدې سرچينو ادعا کړې وه چې ملا اخترمحمد منصور د سختو ټپونو له امله مړ شوى او د طالبانو د کوېټې شورا مهم غړى ملا  هيبت الله اخوندزاده يې ځاى ناستى ټاکل شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه ادعاوې رد کړې دي.

اوس طالبانو د خپل مشر ملا اخترمحمد منصور غږيز پيغام خپور کړى چې هغه په کې د خپلې مړينې او يا د ټپي کېدو په اړه خپرې شوې اوازې رد کړې دي.

ملا اخترمحمد منصور دغه غږيز پيغام چې د طالبانو په ويبپاڼه کې خپور شوى، څه کم ١٧ دقيقې دی او هغه په کې بار بار خپرې شوې اوازې رد کړې او خپلو ملګرو ته يې پر اتحاد  او اتفاق ټينګار کړى دى.

هغه زياته کړې: ((دا اوازې هېڅ حقيقت نه لري، دا د دښمن د تبليغاتي جګړې يوه برخه ده، زه ژوندى، روغ رمټ او د خپلو ملګرو په منځ کې يم.))

ملا اخترمحمد منصور په دغه غږيز پيغام کې ادعا کړې چې دى هېڅکله د کوېټې کچلاغ سيمې ته نه دى تللى او هلته د رامنځته شوې شخړې تشه  اوازه له کابله راپورته شوې ده.

سرچينو ويلي وو چې د کوېټې ښار شمال لور ته د کچلاغ په سيمه کې د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور او يو بل طالب مشر عبدالله تر منځ نښته شوې وه.

د دغه غږيز پيغام په منځ کې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د ميدان وردګو د سيداباد پېښه پر کلکه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې په دغه غم کې ځان شريک ګڼلى دى.

هغه  ګواښنه کړې چې د دې پېښې غچ به اخلي.

تېره اونۍ په سيداباد کې طالبانو پر پوستې بريد کړى و، خو د ملي اردو د سرتېرو له خوا د هاوان توغول شوې يوه مرمۍ د سيمې پر يوه جومات ولګېده او لس کسان چې ماشومان وو، ويې وژل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.