ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کاپيسا کې نا امنيو ملکي خلک زيانمن کړي

په کاپيسا کې نا امنيو ملکي خلک زيانمن کړي

author avatar
6 Dec 2015 - 12:22
په کاپيسا کې نا امنيو ملکي خلک زيانمن کړي
author avatar
6 Dec 2015 - 12:22

محمودراقي (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): د کاپيسا د نا امنو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ناامنيو له امله تر ټولو زيات زيانونه عامو خلکو ته رسېږي او ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.

ددوى په وينا، په روان لمريز کال کې چې کومې جګړې د تګاب او د اله سای پر لويې لارې او اړوندو ولسواليو کې ترسره شوې، نه يواځې په ترڅ کې يې  لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلکې څاروي او فصلونه يې هم له منځه تللي دي.

د تګاب ولسوالۍ د تترخېلو سيمې يو اوسېدونکی حشمت الله وايي  چې د دې جګړو له امله د ولسوالۍ د ځينو سيمو ډېرى کورونه هم ويجاړ شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په تترخېلو او شکوټ سيمو کې نږدې ۳۰  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين د خلکو د کورونو تر څنګ يا د  کلي له منځ څخه پر دولتي ځواکونو ډزې کوي چې په ځوابي ډزو او نښتو کې ملکيان زيانمنېږي.

حشمت الله زياتوي: ((د حکومت وسله وال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري، له سيمې يا له کلي تښتي، خو کله چې دوى وتښتي، نو په ډزو کې زيان ملکي خلکو ته رسېږي.))

د شکوټ کلي يو اوسېدونکی بختيار وايي چې په کلي کې يې ۴۵۰ کورنۍ مېشتې دي چې ډېرې يې د جګړو له امله زيانمنې شوې دي.

د هغه په وينا، ډېرى مهال پر لويو لارو جګړې کېږي او د سړک په اوږدو کې پرتو خلکو ته زيان اوړي.

نوموړی زياتوي: ((خلک د دې وس نه لري چې وسله وال مخالفين له خپلو کليو وباسي؛ ځکه چې هغوى زورور دي، حکومت دې زموږ غم وخوري او د وسله والو پر ضد دې جدي اقدامات ترسره کړي.))

د کاپيسا د ولايتي شورا غړی عزيزالله ساپی وايي  چې اوسمهال د تګاب او اله سای پر لويه لاره امنيت ټينګ شوی او نوې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.

خو هغه زياتوي چې پر دې لارې د جنګونو له امله ملکي وګړو ته زياته مرګ ژوبله او زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، د دې نا امنيو له امله د خلکو باغونه، فصلونه او کورونه هم زيانمن شوي او له سخت اقتصادي زيان سره مخ دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.