ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسيايي بانک د برېښنا په برخه کې څه دپاسه يو ميليارده ډالره مرسته کوي

اسيايي بانک د برېښنا په برخه کې څه دپاسه يو ميليارده ډالره مرسته کوي

author avatar
7 Dec 2015 - 17:20
اسيايي بانک د برېښنا په برخه کې څه دپاسه يو ميليارده ډالره مرسته کوي
author avatar
7 Dec 2015 - 17:20

کابل ( پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤ ) : اسيايي بانک د افغانستان د برېښنا او سوداګرۍ سکتورونو د تقويې او پرمختګ په موخه د ١،٢ ميليارده امريکايي ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په کابل کې د اسيايي بانک له دفتر څخه د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددې مرستې اعلان د فيلپين په پلازمېنه منيلا کې د اسيايي بانک مرکزي دفتر له خوا شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې له ١،٢ ميليارده ډالرو مرستې څخه موخه د افغانستان د انرژۍ، او برېښنا دسکتور د تقويې او په سرحدي سيمو کې سوداګرۍ ته پراختيا ورکول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادې مرستې څخه يې٧٥٠ ميليونه ډالر د اسيايي بانک دفنډ له  ځانګړو سرچينو او ٤٥٠ ميليونه ډالره يې دافغانستان لپاره د زېربنايي فنډ څخه ورکول کېږي.

اسيايي بانک ويلي چې دا پيسې به په  بېلابېلو وختونو کې ورکول کېږي  او لومړى قسط يې چې ٢٧٥ ميليونه ډالره کيږي په راتلونکو څو ورځو کې ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاتې پيسې به د ٢٠٢٥ کلونو په منځ کې ورکړل شي.

د منځنۍ او لوېديځې اسيا لپاره د اسيايي بانک د انرژۍ د برخې متخصص اسد عليم وايي چې دا مرسته به دافغانستان د حکومت د هغه پروګرام سره مرسته وکړي، چې دانرژۍ سکتور د پياوړي کولو په موخه يې په لاره اچولى دى.

 

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.