دويم تعقيب- جلال اباد(پژواک،۱۶ ليندۍ ۹۴): د ننګرهار چارواکي وايي چې د سره رود ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ د موټر بم چاودنه کې ٢٢ تنه ټپيان او د ولسوالۍ د بازار لسګونه هټۍ زيانمنې شوې دي.
د يادې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ ته څېرمه په بازار کې د ليندۍ په ١٦مه، دسهار په شاوخوا پنځه نيمو بجو د هينو موټر په وسيله موټر بم چاودنه وشوه.تر چاودنې وروسته د خوږيانو – سره رود او جلال اباد – سره رود ولسوالۍ لاره د ترافيکو پر مخ تړلې شوې وه .
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په چاودنې کې پر ټپيانو سربېره يو شمېر هټۍ، جومات او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ زيانمن شوي دي.
هغه زياته کړه : ((چاودنه د هينو موټر په وسيله شوه، د اوو پوليسو په ګډون ٢٢ ټپيان دي، د ولسوالۍ بازار کې ډېرې هټۍ، يو جومات او د امنيه قوماندانۍ ودانۍ خرابې شوې دي.))
د نوموړي په وينا، په ١٥ ملکي ټپيانو کې ډېرى د سيمې اوسېدونکي او دوکانداران شامل دي .
والي د دې چاودنې له امله د اوښتو زيانونو کره اندازه ونه ښوده، خو يادونه يې وکړه چې په دې تړاو به له سروې وروسته معلومات وړاندې کړي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل: ((موږ ته ۱۲ټپيان راوړل شوي چې نهه يې تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شول او په پاتې درېيو کې يې د يو تن حالت د اندېښنې وړ دی.))
د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د موټر بم چاودنه د امنيه قوماندانۍ قراول ته څېرمه پر لويه لاره شوې ده.
د سره رود ولسوالۍ د بازار څوکيدار شاکر پژواک اژانس ته وويل: ((سهار نږدې شپږ بجې به وې چې چاودنه وشوه، د چاودنې غږ ډېر زوره ور وو ، تر ۱۰ دقيقو پورې ټول بازار په دوړو کې پټ وو.))
هغه وايي، چاودنه د هينو موټر په وسيله شوې .
ددې بازار يوه هټۍ وال شمس الله بيا پژواک ته وويل: ((داسې ګونګسې دي چې د هينو موټر چلوونکي موټر د سړک پر سر درولو چې پوليسو پر غږ وکړ خو چلوونکي ورته ويلي چې په جومات کې لمونځ کوم.د چلوونکي له تګ لږه شېبه وروسته چاودنه وشوه.))
د سيمې ځينې نور هټۍ وال بيا وايي، چې هينو موټر روان و چې چاودنه يې وکړې او ممکن چې ځانمرګی بريدګر به هم په کې وژل شوی وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن