ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله : د ملا اختر منصور ټپي کېدل د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات څرګندوي

عبدالله : د ملا اختر منصور ټپي کېدل د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات څرګندوي

author avatar
7 Dec 2015 - 17:32
عبدالله : د ملا اختر منصور ټپي کېدل د طالبانو ترمنځ ژور اختلافات څرګندوي
author avatar
7 Dec 2015 - 17:32

کابل(پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤): د حکومت اجرايي مشر وايي چې د پاکستان په کويټې ښار کې د طالبانو د مشر اختر محمد منصور د وژلو او يا زخمي کېدو اوازه له يوې خوا ددې ډلې ترمنځ د ژورو اختلافاتو څرګندونه کوي او له بلې خوا يو ځل بيا په پاکستان کې د بنسټ پالو شتون ثابتوي.

 تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې د پاکستان په کوېټه کې د طالبانو ترمنځ نښته شوې او په ترڅ کې يې ملا اختر منصور لومړى ټپي او بيا مړ شوى دى، حتى ددې ډلې له منځه ځينو کسانو او افغان دولت هم ددې پېښې پخلى وکړ، خو تېره ورځ طالبانو خپل مشر ملامنصور ته منسوب غږيز پيغام خپور کړ چې منصور په کې خپله وژنه او حتى په کوېټه کې نښته رد کړې وه.

 د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وويل چې په څو تېرو ورځو کې د طالبانو د مشر ملا منصور د وژل کېدو يا ټپي کېدو اوازې موجودې وې چې د ټپي کېدو احتمال يې زيات دى.

هغه چې نن يې د وزيرانو شورا ته خبرې کولې، زياته کړه چې دا موضوع له يوې خوا د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ اختلافات څرګندوي، له بلې خوا بيا هم هغه ځاى چې دا پېښه په کې شوې، له افغانستان نه بهر د پاکستان په کوېټې ښار کې شوې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې خوځښتونه څرګندوي.

 عبدالله زياته کړه:((هيله من يم، هغو چې په رښتيني ډول د اسلام، خلکو او هېواد په اړه فکر کوي، له دې پېښې درس واخلي، د خپل هېواد او خلکو د ګټو په اړه فکر وکړي او د افغانستان پر وړاندې د توطيو قرباني نه شي.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو له منځه يوه ډله جلا شوه چې مشري يې ملا رسول کوي او په ځينو ولايتونو کې ددې دوو ډلو ترمنځ نښتې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.